د زمري ۷مه، د بیرغ ملي ورځ د وزارت په انګړ کې د بیرغ په پورته کولو سره ولمانځل شوه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۴۴
mobta

 

په هغو مراسمو کې، چې له همدې امله نن سې شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري میاشتې پر ۷ مه نېټه د بیرغ د ملي ورځې د لمانځلو په موخه پرځاې شوي وو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شجاج الملک جلاله خان، د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد اصف قاضیزاده، د وزارت سلاکارانو، رئيسانو، آمرینو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.

په پيل کې دوزارت مشرتابه د پوځي پرېټ او مراسمو له ترسره کولو وروسته د ګران هېواد افغانستان ملي بیرغ په خوښۍ او ولولو سره پورته کړ.

د مراسمو په ترڅ کې د وزارت مالي او ادارې ښاغلي معین د بیرغ ملي ورځې په مناسبت ټولو درنو هېواد والو ته د مبارکۍ او نېکو هيلو وړاندې کولو ترڅنګ د هېواد د درې رنګه رپانده بیرغ د ارزښت په اړه خبرې وکړې وې ويل: ملي بیرغ، چې زموږ د هېواد د هویت او عزت څرګندونه کوي له معنوي اړخه دومره ارزښت لري، چې افغان ملت یې د ساتلو په لاره کې سرونه بایللي، خو هغه يې هسک او سر لوړی ساتلی.

دغه راز ښاغلي شجاع الملک جلاله زیاته کړه: ملي بیرغ زموږ د هویت او یووالي سمبول دی، چې ټول افغانان یې د تل په څېر په مېړانه او سرښندنه ساتي.

نوموړي د وزارت له منسوبینو او ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ملي بیرغ د ساتلو په برخه کې له هیڅ ډول هلو ځلو او سرښندونو څخه ډډه ونه کړي، ترڅو چې دا ملي هویت او د افغان ملت با عظمته نښان د پخوا په څېر ځلانده او رپانده وي.

د وزارت محترم مشرتابه دغه راز د يو شمېر افسرانو او سرتېرو پر سينه کوچني بيرغونه وټومبل!

مراسم په هېواد کې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت او د ملي بیرغ ځلانده ساتلو په دعا سره پاې ته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۸:۳۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د دوو کلیو تر منځ شخړه هواره شوه

۲۵/۱۰/۱۴۴۵

د جوزجان د ولایت مقام له هدایت سره سم، د مرکز شبرغان د دوو کلیو (باباعلي او ینګي کینت) ترمنځ د یوې مدرسې او مسجد د ملکیت پر سر له څه مودې راهیسې رامنځته شوې شخړه، چې د دواړو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۸:۲۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې ۶۰ کلنه دوښمني په دوستي بدله شوه

۲۵/۱۰/۱۴۴۵

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د کُنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د دوو مېشتو کورنیو تر منځ ۶۰ کلنه دښمني چې له کبله یې ۵ کسان هم وژل شوي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې شخړه حل شوه

۱۴۴۵/۱۰/۲۴

د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د اطرافان سیمې او د کڼړ ولایت د ګل درې ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او یوه کوچنی نجلۍ ګروګان. . .

BACK TO NEWS