مسلکي معینیت

 مسلکي معینیت تر دې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په تشکیل کې د سیاسي معینیت په نوم خپلې ورسپارل شوې دندې پر مخ وړې، چې په دې وروستیو کې د مسلکي معینیت په نوم ونومول شو. د پلان او پالیسي ریاست، د ښوونې او روزنې ریاست، دتحقیق او مطالعاتو ریاست او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست هغه څلور ریاستونه دي، چې د مسلکي معینیت تر رهبرۍ لاندې خپلې چارې تنظیموي. مسلکي معینیت د یوه مهم معنیت په توګه له لایحې سره سم د اساسي قانون په رڼا کې د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پر بنسټ لاندې دندې پر مخ وړي. په مسلکي معینیت پورې اړونده د ټولو چارو اداره کول، پلان جوړونه، رهبري او کنټرول. د وزارت د ستراتیژیکې پالیسۍ د طرحې لپاره د اسانتیاوو برابرول. د مسلکي معینیت د ټولو چارو د کاري لوریو او وزارت د نورو چارو په اړه د وزارت له مشرتابه سره مشوره. د وزارت د ستراتیژیکو او مهمو لومړیتوبونو ځانګړي کول او ټاکل. د وزارت د پالیسۍ پلي کول او د چارو د ښه والي په موخه د ځانګړو وړاندیزونو وړاندې کول. په لوړه کچه د پالیسیو له پلي کولو څخه نظارت کول. د اړوند ریاستونو له خوا د چارو همغږي او انسجام. د وزارت اړوند دری ګونو لېسو د تدریسي او لوژستیکي چارو تنظیم او رهبري. د وزارت له لومړیتوبونو سره سم د څومره والي او څرنګوالي د شاخصونو او معیارونو پراختیا. د هغو څېړنیزو او علمي پروژو تحلیل او ارزونه، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو له خوا تیاریږي. د هېواد د سرحدونو په برخه کې د ځانګړې پالیسۍ طرحه او پلي کول. د پراختیا یي پروژو د چارو تنظیم. د وزارت د خپرونو ترتیب او تنظیم. د وزارت د مشرتابه په مهمو پرېکړو کې برخه اخستل.

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ لنډه پېژندنه

mobtaښاغلی محمد اصف ننګ د ښاغلي محمد یوسف خان زوی په قوم سلیمانخېل پر ۱۳۵۰ لمریز کال کې یې په یوه دینداره اومتدینه کورنۍ  کې سترګې دنیا ته غړولي.

زده کړې:

ـ لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې د کابل په عمراخان او حبیبې لېسو کې پای ته ورسولې.

ـ د سعودي عربستان د« ام القري» پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د پلان ګذارۍ او زېر بنایي انکشاف په برخه کې لیسانس لري او د غه راز یې د عربي ژبې او ادبیاتو په څانګه کې له همدې پوهنتون څخه دیپلوم تر لاسه کړی دی.

ـ د ښوونې او روزنې له انیستیتوت څخه د لومړۍ درجې ممتاز دوه کلن عالي دیپلوم هم لري.

- د پېښور د ښوونکي روزنې په عالي دارالمعلمین کې یې په عربي ژبه د پیداګوژۍ او علمي منهجونو په برخه کې دوه کلنې زده کړې کړي تر څنګ یې د ساینس او تکنالوژۍ په اکاډمۍ کې د عربي ژبې د ادبیاتو په برخه کې یو نیم کلنه د عربي ژبې دوره کړې.

- د  اسلام آباد الفریدیه عالي انیستیتوت کې د حقوقو او شرعي علومو ( فقه مقارن، اصول فقه، حدیث، عقاید، تفسیر، قراني علوم او منطق) په برخه کې څلور کلنې عالي زده کړې سرته رسولي.

- د قران کریم حافظ او په مقارنهٌ الادیان کې منظمه او مسلسله علمي او څېړنیزه زده کړه کړې.

رسمي دندې:

- د امن په ګډې جرګه ګۍ کې د افغان اړخ د اقتصادي او تجارتي کمېټې اجرائیوي کار پوه.

- په همدې کال د « امن جرګه» مجلې مدیر.

- یو کال د افغانستان او پاکستان لپاره د امن د ګډې جرګې کمیسیون مطبوعاتي او اطلاعاتي مسوول.

- له ۱۳۸۵ – ۱۳۸۷ لمریز کال پورې د وزیرانو شورا د کابینې د مجلسونو د تحریر غړی.

- له ۱۳۸۴ – ۱۳۸۷ پورې له رتبې نه پورته بست کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ویاند او د جمهوري ریاست د چارو ادارې مطبوعاتي مسوول.

- پر ۱۳۸۷ لمریز کال کې د  شپږو میاشتو لپاره د پوهنې وزارت ستر سلاکار او ویاند.

- پر ۱۳۸۸ لمریز کال کې د پوهنې وزارت د عامه اړیکو رئیس.

- درې کاله د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رئیس (۱۳۸۹).

-  له ۱۳۸۹ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۳ لمریز پورې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین.

- د ۱۳۹۳ لمریز کال له لیندۍ – مرغومي د پوهنې وزارت (موقت او په فرمان وزیر.)

- د ۱۳۹۳ سلواغې میاشتې څخه د ۱۳۹۶ وري میاشتې پورې د فراه والي.

- ۱۳۹۷ لمریز کال له سلواغې څخه د ۱۳۹۹ تر چنګاښ پورې د لغمان والي په توګه.

- د ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي پر ۱۶ نېټه د جلالتماب جمهور رئیس د حکم پر اساس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه وټاکل شو.

  نارسمي دندې

ـ د اقتصاد خپرندوی تحقیقاتي مرکزرئیس اومؤسس

ـ دعروج خصوصي پوهنتون رئیس

ـ د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال اود تحقیقاتورئیس

ـ دامریکا د متحده ایالاتو په نړۍواله پراختیایي(  (USAID آداره کې داطلاعاتواوعامه اړیکومسوول(۲۰۰۳ـ۲۰۰۴)

ـ د انترنیشنل بریتانوي مؤسسې PACT په چوکاټ کې د پاکستان اوافغانستان لپاره د پروګرامونوکوردیناتور(۲۰۰۴ـ۲۰۰۵)

ـ د«وطن» مجلې مسوول مدیر(۲۰۰۰)

ـ د «اقتصاد» مجلې مسوول مدیر(۲۰۰۲)

ـ د «نهضت» مجلې مسوول مدیر(۲۰۰۴)

ـ د «امید فردا» هفته نامې د تحریرمدیر،

ـ د ګڼوافغاني خپرونولکه: هېواد ، هوسۍ ، لپه ، ښکلا، مادرافغان، ارتقآ او... مجلولیکوال غړی

ـ د لبنان د  LBC تلویزیون خبریال

ـ د کرنې اومالدارۍ وزارت لپاره د راډ یوي پروګرامونوترنر(۲۰۰۳)

- د کانادا د کلګري پوهنتون لپاره( د افغاني مېرمنو د ژوند په اړه)، څېړونکی پلټونکی.

- د عروج موسسې مالي او اداري مسوول(۱۹۹۹م).

غړیتوبونه

 د افغان میډیا انترنیشنل غړی، د عروج د اجتماعي خدماتو د موسسې موسس غړی، د افغاني فرهنګیانو د ناپېیلي انجمن موسس غړی، د افغانستان د قلم انجمن غړی، د امریکا د متحده ایالاتو د کلیفورنیا د نړیوال مطبوعاتي بنیاد غړی، د بې سرحده ژورنالیستانو د اتحاديې غړی، د سفما ( د جنوبي اسیا د ازادې میډیا ټولنه) غړی، د افغانستان د ژورنالیستانو د ازادې اتحادې غړی.

په ژبو ګړیدا او ورسره بلدیت

پښتو، فارسي، عربي ، اردو او انګلیسي

چاپ شوي اثار

* سپېڅلې پرېښتې په دوزخي رول کې تالیف، د افغاني ښځو د ژوند په اړه.

* افغانه ښځه مدرنیته، اسلام او عنعنه تالیف.

* د سپتمبر په اړه رازونه او اسناد.

* د سرکاتب کوڅه، د لنډو داستانونو ټولګه، تالیف.

* د افغانستان اقتصاد ، لوړې ژورې، چلنجونه او سترې لوبې، تالیف.

* شپږ علمي رسالې مې په عربي ژبه خپل پوهنتون ته وړاندې کړې دي.

تر کار لاندې اثار

* ټولټال مې لس عنوان اقتصادي کتابونه تر پښتو ژباړې لاندې دي، نیمګړي ژبارل شوي.

* د افغانستان نیمګړې اقتصادي ستراتیژۍ ، تالیف.

* تعلیمات تخنیکي و مسلکي افغانستان، دیروز، امروز و فردای ان، تحقیقي اثر.

* د افغانستان پوهنیز نظام، د سمون او بدلون طرحه، څېړنیز اثر.

* د پیسو نړیوال وجهي صندوق او قماري لوبې، تالیف و ترجمه.

* د اسلامي اقتصاد اساسات ژباړه.

* د بزرګانو چم، داستاني ټولګه.

* رنګونه شعري ټولګه.

* د افغانستان سیمه ییزه حکومتوالۍ، اصلاحي نقد او د بدلون طرحې.

کاري سفرونه او علمي سیمینارونه

تر ۲۰۰ ډېرو علمي اکاډمیکو( ملي او نړیوالو) کنفرانسونو کې مې ونډه اخېستې او ویناوال.

تر۳۰ ډېرو هېوادونوکې مې په رسمي نړیوالو کنفرانسونو او علمي سیمینارونو کې ګډون کړی.

(امریکا، جرمني ، بلجیم، هالند، اتریش، روسیه، فرانسه، سعودي عربستان، امارات متحده عربي، لبنان، تاجکستان، اوزبکستان، هندوستان، ایران، پاکستان، تایلند، اندونیزیا، چین، ترکیه، قزاقستان، سریلانکا، قطر، بحرین، مصر ، اردن، کویټ، سوریه، مالیزیا، ناروي، سیویډن، استرالیا، جنوبي افریقا ، سینګاپور....)

د معارف د ملاتړ لپاره نړیوالې اړیکې او هڅې

د پوهنې وزارت د معین په توګه مې په څلورو کلونو کې څه د پاسه ۳۰۰ میلیون ډالره بسپنه راغونډه کړې او د مسلکي زده کړو په چوکاټ کې مو پرې انکشافي او زېر بنایي برنامې پلې کړې دی.