د سرحدي پلټنو (بررسیو) معینیت

د سرحدي څېړنو، فني او مسلکي معینیت د  سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو  وزارت په تشکیل کې د پولو د ساتلو، سلامتیا او څېړلو په موخه جوړ شوی دی، چې د یاد وزارت د کاري طرزالعمل پر بنسټ کار او فعالیت کوي .د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا  او سرحدي پولو ساتنه د هېواد د هر وګړي او خلکو سپېڅلې دنده ده.

د سرحدونو د پلټنو فني او مسلکي معینیت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم او اساسي معینیت دی، چې قرارګاه یې په مرکز او کاري او آمریتونه یې په شپږو لاندنیو لوریو کې دنده ترسره کوي.

  • ختیځ لوری  په ننګرهار ولایت کې
  • جنوب ختیځ لوری په پکتیا ولایت کې
  • سويل لوری  په کندهار ولایت کې
  • لوېدیځ لوری په هرات ولایت کې
  • شمال لوری په بلخ ولایت کې
  • او شمال ختیځ لوری په تخار ولایت کې موقعیت لري.

د یادو شویو کاري لوریو دنده د اغېزناکو امکاناتو په پام کې نیولو سره د سرحدونو ډاډمنه او پرله پسې ساتنه  او امنیت نیول دي.

د پولو په ساتلو کې د سرحدي قومونو اتحاد او ملي یووالي د څېړلو د فني او مسلکي معینیت د کاري لوري برخه تشکیلوي.

د سرحدي څېړنو په فني او مسلکي معینیت کې ماهر، تجربه لرونکي او په کار پوه افسران د پورتنیو موخو د تحقق لپاره چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کاري لوریو او غوښتنو د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري، کارکوي.

دا معنیت دنده لري، چې د سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت د ستراتیژۍ  پر اساس د هېواد د سرحدونو ستونزې وڅېړي.


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  د سرحدي پلټنو د مرستیال ژوند لیک

الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د مولوي عبدالشکور زوئ په ( ۱۳۵۲ )هجري لمریز کال کې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ  په یوه علم پاله او جهادي کورنۍ  کې نړۍ ته سترګې  غړولې دي.

لومړنۍ او لوړې زده کړې یې له(۱۳۶۰ هـ ش کال څخه تر ۱۳۷۲ هـ ش کال)پورې دغزني ولایت (جمع الاولیا )په دارالعلوم کې بشپړې کړې دي.

ښاغلی غزنوي د پکتیکا ولایت په بېلابېلو مدرسو کې د استاد په توګه  د دیني علومو په تدریس چارو بوخت وو چې د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک په هېواد کې د فساد د له منځه وړلو او امن را وستلو په هدف جهاد اومبارزه پیل کړه، نومولوي صاحب هم ورسره ملګری شو او د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې یې د ډلګی مشر په توګه جهاد پیل اود میدان وردګ ولایت کې د لومړۍ کرښې د جنګ مشري ور وسپارل شوه کله چې په (۱۳۷۵) لمریز کال کې د طالبانو اسلامي تحریک د لومړي ځل لپاره واک ترلاسه کړ، غزنوي صاحب د پروان ولایت د نظامي قطعې د قومندان په توګه  و ګمارل شو ورپسې یې ننګرهار ولایت کې د تورخم بندر دعمومي مسوول، د استخباراتو د واکنش قطعې قومندان، د پکتیا ولایت د دولسمي فرقې قومندان او په زابل ولایت کې دغنډ مشرپه توګه په صداقت، ایماندارۍ اوپوره ژمنتیا دندې ترسره کړې.

کله چې په ( ۲۰۰۱ )عیسوي کال د اکتوبر میاشتې پر( ۷)مه نیټه د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو پر افغانستان فوځي یرغل وکړ،ښکاره ده چې افغانان پخپل پلرني هېواد کې د پردیو د یرغلونوپه وړاندې ډېر حساس او اصلاً ورته د زغم او منلو نه وي  له همدې امله غزنوي صاحب په هېواد کې د امریکایې اشغال په وړاندې د نورو میړنیو او همسنګره ورونو سره په یوه لیکه کې سپیڅلی جهاد او مبارزه روانه وساتله او دجهاد په دې موده کې  یې د امیرالمؤمنین د حکم پراساس د خوست ، غزني ، زابل او کنړپه ولایتونو کې د والي، نظامي عمومي کمیسیون د مشر، د معسکراتو او مجاهدینو د نظامي ترتیب د مشر او د سرحدونو په کمیسیون کې د قومونو د مشر په توګه مسؤلانه خپلې دندې تر سره کړې او د یرغلګر ځواک تر ماتې پورې له خپله هوډه پر شا نه شو.

الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي  د امریکایي اشغال له پای ته رسېدو او د افغانستان د اسلامي امارت  د دوهمي بریا را وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو همغږي د ريئس او ورپسې د عالیقدر امیرالمؤمنین ۱۰/۷/۱۴۴۴نېټې د ځانګړي فرمان پر اساس د یاد وزارت د سرحدي بررسیو د مرستیال په توګه تر دې مهاله دنده پر مخ وړي.