د پښتونستان عالي لېسې لنډه تاریخچه

mobta

د قومونواوقبایلوبچیانود ښوونې اوروزنې په موخه د ښوونځیوجوړولو په لړ کې د پښتونستان لېسې د بنسټ ډبره د هغه مهال د سرحدونو اوقبایلو چارو خپلواک ریاست په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ د توغچي په تنګي سیمه کې د وخت د صدراعظم ډاکټر محمد یوسف له خوا د پښتونستانیو زده کوونکو لپاره کېښودل شوه.

د یاد ښوونځي ودانیزې چارې د ۱۳۴۳ هـ ل کال د چنګاښ په میاشت کې پیل او د همدې کال د مرغومي میاشتې په لمړۍ نېټه پای ته ورسیدې او د (۱۵۰) تنو پښتونستاني زده کوونکو په شاملیدلو سره یې په یاد کال کې تدریسي چارې رسماٌ پیل شوې.

د پښتونستان عالي ليسه د تاسیس له کال څخه تر ۱۳۷۱ هـ ل کال پورې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو د کورنیو جګړوله امله یې له ۱۳۷۱ هـ ل کال څخه تر۱۳۸۶ کال پورې د ښوونې او روزنې چارې په ټپه ودرېدې.

پر ۱۳۸۷ هـ ل کال د حامد کرزي د حکومت پر مهال  بیا له سره فعاله شوه او تر۱۳۹۶ هـ ل کال پورې یې د پوهنې چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه.

په ۱۳۷۸ هـ ل کال کې پښتونستان لیسې  (۷۵۵) تنه زده کوونکې درلودل چې له ډلې یې (۶۰۵) تنه هلکان او (۱۵۰) تنه یې نجونې وې  .

پښتونستان عالي لېسه د متوازنې تعلیمي پراختیا په موخه د جمهوري ریاست د حکم پر اساس په ۱۳۹۶ هـ ل کال کې بېرته له پوهنې وزارت څخه د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارووزارت پورې اړوند اوپه تشکیل کې شامله شوه.

اوسمهال یاده لېسه د (۱۰۰۰) زرو کسو زده کوونکو د جلب،جذب، ښوونې او روزنې توان لري،چې د هېواد له شلوولایتونوڅخه (۳۵۰) تنه زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

د پښتونستان عالي لېسې اداري تشکیل:

تشکیل یې له ۱۳۸۷ هـ ل کال څخه تر ۱۴۰۱ هـ ل کال پورې (۶۲) تنو کارکوونکو ته رسیده چې له ډلې یې ۶ تنه اداري کارکوونکي ( ۳۰ ) تنه ښوونکي او(۲۶) تنه خدماتي پرسونل و او اوس مهال د دې لېسې اداري تشکیل(۴۲) کسانو ته رسېږي چې له ډلې یې (۶) تنه اداري کارکوونکي (۱۹ تنه ښوونکي او(۱۷) تنه یې خدماتي کارکوونکي دي.

تدریسي برخه:

د پښتونستان عالي لیسې درسي نصاب او درسي میتود د پوهنې وزارت د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد، د پوهنې وزارت لخوا ورکول کېږي او د زده کوونکو نتایج او شهادت نامې هم د پوهنې چارو وزارت پورې تړاو لري.

د یادې لیسې ښوونکي د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه د پوهنې چارو وزارت لخوا پر دنده ګمارل کېږي.

پښتونستان عالي لیسه مجهزه کمپیوټر خونه لري چې په وسیله یې د هېواد بچیانو ته په عملي ډول روزنه ورکوي همدارنګه پر وخت زده کوونکو ته د انګلیسي، ریاضي او کمپیوټر تر څنګ د کانکورچمتوالي کورسونه هم جوړېږي.

روغتیایي برخه:

د پښتونستان عالي لېسې په تشکیل کې یو متخصص ډاکټر شتون لري چې ۲۴ ساعته د زده کوونکو په خدمت کې دی.

د یادې لېسې  زده کوونکو ته طبي سامان آلات او درمل  د اړتیا پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په واک کې ورکول کېږي.

لیلیه برخه:

د پښتونستان عالي لیسې زده کوونکو ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا لوژیستیکي او خوراکي مواد پر وخت اکمالیږي او د یوتن مدیر او (۵) تنو مجربو استادانو لخوا د دې لیسې لیلیه برخه اداره کېږي.

ورزشي برخه:

پښتونستان عالي لېسه کې زده کوونکوته د هغوی د فزیکي وړتیا د لوړوالي او سالم رقابت په موخه د ورزش آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د دې لیسې زده کوونکو ته د فوټبال، فوټسال او باسکیټبال لوبو میدانونه له نړیوالو ورزشي معیارونو سره سم جوړشوي دي.

د لیسې د ورزش استاد په هڅو زده کوونکو ته د فوټبال،فوټسال، باسکیټبال او کرکټ ټیمونه جوړ شوي دي.