کاري پروسیجر او تشکیلات

 


 

mobta

دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لنډه پېژندنه او کاری پروسیجر

د پیل خبرې

     د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چې یو کلیدی سیاسی وزارت دئ د په تېره یوه نیمه لسیزه په هېواد کې د ملی دولتی حاکمیت له ایجاد او په هېواد کې د منتخب دولت له جوړېدو وروسته د دولت د ملی ستراتیژۍ په رڼا کې دې وزارت ته دپخوانیو دندو ترڅنګ نورې دندې هم وسپارل شوې او وزارت مؤظف کړل شو چې په هېواد کې د وروڼو قومونو ترمنځ  د ملی یووالی پیاوړتیا او په هېواد کې د سولې او ټیکاو په رامنځته کولو کې د وروڼو قومونو د مشرانو او قومی شوراګانو د ملاتړ په را جلبولو او د دولت او خلکو ترمنځ د واټن په له منځه وړلو او د دولت د عام المنفعه کړنو او سیاستونو څخه د قومی مشرانو او ولسونو ملاتړ لپاره هڅې او هاند وکړي. چې له نېکه مرغه، وزارت د منازعاتو په حل کې له خلکو سره په مرکز او ولایتونو کې د جرګو د جوړولو له لارې کوټلی ګامونه او چت کړی دی او هم د دې جرګو له لارې له دولت او نظام څخه د خلکو پراخ ملاتړ را جلب شوئ او خلک د هېواد د خاورې د تمامیت او نظام د دښمنانو، تروریزم او افراطیت په وړاندې مبارزې ته رابللی چې خپل مؤثریت یې په دې چارکې ثابت کړئ دئ.

    وزارت د نورو اړوندو ادارو سره په همغږی کې د سرحدونو او پولو د ساتلو ، د امنیتی ارګانونو دلیکو په پیاوړی کولو او فعال پلویتوب او  د مخدره توکو پرضد د خلکو د پرګنو په منځ کې دخپلو مجلو او جرایدو له لارې د مبارزې د اصل د پياوړتیا تبلیغ او هڅولو په کارکې نه ستړی کیدونکی هلی ځلې کړی دي.

    دغه راز وزارت د هېواد لریو پرتو او نا امنه سیمو اوسیدونکی ځوانان له دې امله چې بې تعلیمه پاتی نشی او د هغوی له ناپوهۍ دښمن ناوړه ګټه او چته نکړی په خپلو لیلیه لېسو او انستیتوت کې جذب کړی او په پام کې لري چې په څونورو ولایاتو کې هم ورته تعلیمی مرکزونه ایجاد کړی. د وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست د خپلو امکاناتو په حدودو کې په بېلابېلو بر خوکې تحقیقی او مطالعاتی کار هم کړئ، چې اوس هم ادامه لری.

    باید وویل شی چې: دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دولت دپالیسی سره سم د دیورند  دتحمیلی کرښی دهاخوا یعنی(ټولو پښتون مېشته سیمو او  بلوڅو وروڼو)  د خلکو له حقه حقوقو څخه چې زموږ سره ګډ تاریخ او ګډه وینه لری په دفاع کې، قرار لری.

د وزارت تاریخچه:

-په ۱۳۰۰ هــ.ش کال کې چې د ۱۹۲۱ م کال سره سمون لری دغازی امان الله خان په امر د افغانستان  د شاهی دولت په چوکات کې له قبایلو سره د اړیکویو دفتر جوړشو؛ چې دې ورته څانګه د امیر شیر علی خان او امیر عبدالرحمن خان په وخت کې هم موجوده وه.

-په ۱۳۰۹ هــ.ش کال کی چی د۱۹۳۰ م کال سره سمون لری د اعلیحضرت، شهید محمد نادر خان په عصر کی د حربیې وزارت په چوکاټ کې دقبایلو د ریاست په نوم یوه اداره جوړه شوه.

-په ۱۳۲۶ هــ.ش کال چی د۱۹۴۷م کال سره سمون لری د سردارشاه محمود خان دصدارت په وخت کې دا اداره دقبایلو د ریاست په نامه د صدارت په چوکاټ کې د یوې ادارې په نوم رامنځته شوه.

-د1332هــ.ش کال دسنبلې په(۱۹)چې د۱۹۵۳ م دجولای د(۱۶) سره سمون لری د سردار محمد داؤد د صدارت پرمهال دقبایلو مستقل ریاست په نوم د کابېنی په چوکاټ کی او هم په دا اداره ۱۳۵۲ ه. ل کال کی د شهید سردار محمد داود خان دلومړنی جمهوریت په وخت کی  له مستقل ریاست نه وزارت ته لوړه کړل شوه.

- د ۱۳۶۰ هـ.ش کال دزمری په میاشت  کی د دې وزارت نوم د قومونو او قبایلو وزارت، وروسته بیا د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت او بیا  دمنتخب جمهور رئیس په کابینه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په نوم او د ۱۳۹۱ هــ.ل کال په وروستیو کی د حکومت د کابینی په غونډه کې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوم ونومول شو.

 د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت کاري پروسیجر
موخې:

  • د ملي یووالي ټېنګښت
  • د ملي واکمنۍ، ملي خپلواکۍ ، ځمکنۍ، بشپړتیا او د هېواد د پولوساتنه،
  • د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د تاریخي ، ملي، فرهنګی اوسیاسي دودونو ساتنه،
  •  د سرحدي، قبایلي او نا امنوسیمو ځوانانو او تنکیو ځوانانو د علمي کچې لوړول،
  • د افغانستان د تاریخي جغرافیی او ټولو قبایلو په اړه د ستراتېژیو او سیاستونو طرحه او د ملي او  تاریخي لویو ملي ګټو پر بنسټ د قبایلو په اړه د هېواد د ملي ګټوڅېړل او تامینول. 

مسوولیت:

  • وزارت د خپلو دندو په ترڅ کې د دولت د ملی او سیاسی کړنلارې او د هېواد د نافذو قوانینو مطابق، د ملی یووالی د ټینګښت،ملی حاکمیت، د اسلامی دینی، ملی ارزشونو، د غوره ملی او فرهنګی دودونو د ساتنې او د سرحدی، نا امنه  او قبایلی سیمو د تنکیو ځوانانو او ځوانانو علمی کچې د لوړولو  په اړوند مسئول دئ.
  • وزارت د خپلو ټولو کارکوونکو د کاری مصئونیت او سیاسی پلانونو مسئول دئ.
  • د قومی مشرانو او مخورو په واسطه، د شوراګانو او جرګو له لارې د وروڼو قومونو ترمنځ د قومی شخړواو مناقشو حل کول.

دندې او فعالیتونه:

  • د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملې سیاستونوپه دفاع کې د ټولو افغانانو متحد کول.
  •  د پښتنو او بلوڅو قبایلی ورونود حقه حقوقو  دفاع او ملاتړ.
  •   له پښتنوقبایلو او بلوڅو ورونو سره د فرهنګي، سیاسي او قومي اړیکوټېنګښت، ستراتيژکی مطالعات او څېړنه او د فرهنګي اړیکوساتل.
  • د سرحدی ولسوالیو د اوسیدونکو وطنوالو د تاریخ، فرهنګ پرمختیایی چارو اوستونزو په هکله تحقیق او مطالعه،
  •  د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او د ملي یووالي او ملي ګټود دښمنانو د توطیو او دسیسو په افشا کولو او له منځه وړلو کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاری .
  •  د افغان وروڼو قومونو او قبایلو ترمنځ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د موخو تبلیغ او ترویج.
  •  د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت ریاست او د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت له امنیت شورا سره د ملي ګټو په ساتلو کې همکاري.
  •  دملي یووالي د ټینګښت  او وروڼو قومونو ترمنځ د ورورۍ فضا د رامنځته کېدو په موخه د جرګو جوړول.
  • د لرو پرتو سرحدی سیمو او پښتنو او بلوڅو قبایلی ځوانانوښوونه او روزنه او د وزارت اړوند رحمن بابا، خوشحال خان، پیرمحمدکاکړ، قبایلو، پښتونستان او عبدالله خان اڅکزی په عالی لیسو او  د بایزید روښان په کثیرالرشتوي انستیتوت کی د هغوې جلب او جذب او هېواد په دننه او بهر کې دوي ته د لوړو زده کړو آسانتیاو او زمینو برابرول.
  • دغه راز د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې د پامیری وطنوالو لپاره د ښوونځی د تاسیس لپاره هڅه؛
  • د وزارت له  بودجې څخه د پایلو پر بنسټ معقوله استفاده او د وزارت په ټولو مرکزي او ولایتي واحدونو کې د منقولواو غیر منقولوشتمنیواو دولتی مالونوڅخه جدي څارنه.
  •  د وروسته پاتې سرحدي سیمو او ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه ولسونود اقتصادي او فرهنګي متوازن پرمختګ او پراختیا لپاره سکتوري او بهرنیو اړوندو ادارو د مرستوجلبول.
  •  د مخدره توکو د کرکيلي او قاچاقو په مخنیوي کې له اړوندو ادارو او موسسو سره اغېزمنه همکاري او همغږۍ.
  • د سرحدي سرغړونو کشف، پېژندنه او فني څارنه.
  • د وزارت په اړوندو ادارو کې د جندر په چاروکې د دولت د پالیسۍ او ستراتېژۍتطبیق.

 

مسلکي معینیت:


د  اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست:

  •  د افغان وروڼو قومونو او قبایلوترمنځ د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د موخو تبلیغ او ترویج.
  •  په هېواد کې د دولت د پالیسۍ مطابق  د مجلو، جریدو او کتابونو چاپول، وېشل او  خپرول.
  •  د عامه ذهنونو پیاوړتیا
  •  د وزارت وېب پاڼه، فېسبوک  پاڼه، د اطلاع رسوونې مرجع او  چاپي رسنیو له لارې د ملي، اسلامي ، فرهنګی، تاریخي ارزښتونو او ملي داعیو په اړه د معلوماتو چاپول او خپروی.
  • د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د جرګه، جاښ او هموطن مجلې ، د تارا ، ګوراش او یولدوز جرېدې خپروی.

جرګه مجله : دغه مجله د وزارت د لومړني نشراتی ارګان په توګه په ۱۳۶۱ لمریز کال کی تاسیس. او اوس مهال په سل مخونو کې               د ۳۰۰۰ ګڼو په تیراژ د دولت له موخو څخه د خلکو د پوهاي، په ځانګړې توګه د قبایلو او هغو سیاسي او مدني جوړښتونو لپاره، چې د ګډ ملي فکر په درلودلو سره د افغانستان د تاریخي جغرافیې څخه ملاتړ کوي، په هرو دریو میاشتو کې یوځل خپریږي.

جاښ مجله:  له ۱۳۷۰ لمریز کال راپه دې خوا په نورستاني، پښتو او دري ژبو د  ۱۰۰۰ ګڼو په تیراژ په سلو مخونو کې د وزارت د فعالیتونو د انعکاسولو ترڅنګ د لرغوني نورستان په اړه علمي او څېړنیزې مقالې په درې میاشتنۍ توګه چاپ او  خپروي.

هموطن مجله: هموطن مجله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت خپرنیز ارګان د ۱۳۶۲ لمریز کال راپه دې خوا په رسمي او سیمه ییزو لسو ژبو پښتو، دري، ازبېکي، ترکمني، بلوچي، پشه یی، ګجری، نورستاني، ګواري او پامیري په سلو مخونو کې د ۲۰۰۰ ګڼو په تېراژ په درې میاشتنۍ توګه د علمي، ادبي، فرهنګي، سیاسي او ښوونیزو مقالو په درلودلو سره د خلکو د ذهنیتونو د روښانولو په موخه خبريږي.

ګوراش جریده:له ۱۳۵۷ لمریز کال راپه دې خوا د جوزجان ولایت مرکز ښکلي شبرغان کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دویم اداری واحد له خوا، د ملي یووالي د ټېنګښت او د ژبې او فرهنګ د خدمت په موخه د دولت د پالیسۍ سره سم  په ۱۰۰۰ نسخو کې چاپ او خپرېږي.

یولدوز جریده:دا جریده په ۱۳۵۷ کال کې تاسیس شوه. د بلخ  په لرغوني ښار کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دویم اداری واحد له خوا د ۱۰۰۰ نسخو په تیراژ په ترکمني ژبه چاپ او خپریږي .  د ملي یووالي د ټینګښت د ترکمني ژبې ادبیاتو او فرهنګ د بډاینې په موخه علمي، ادبي ، فرهنګي او ټولنیزې مقالې چاپ او خپروي.

د ښوونې او روزنې ریاست:

  • د سرحدي او قبایلي سیمو ځوانانو ته د وزارت اړوند رحمان بابا، خوشحال خان ، پيرمحمد کاکړپه لیسو د بایزید روښان په کثیر الرشتوی انستیتوت، په ولایتونو کې د قبایلو، عبدالله خان اڅکزی او پښتونستان په لېسو کې د زدکړو د زمینو برابرول.
  •  د وزارت په  تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې محصلینو او زده کوونکو ته په لیلیه توګه د زده کړو د زمینې برابرول دغه راز د بدخشان په ولایت کې د پامیری وطنوالو لپاره په لیلیه ډول د یو ښوونځی د تأسیس کار جریان لری.
  • د سرحدي او قبایلي سیمو محصلینو او زده کوونکو ته په کور  دننه او بهر د لوړو زده کړو د زمینې برابرول.
  •  د وزارت په اړوندو لیسو او انستیتوت کې د پوهنې وزارت تعلیمي تدریسي نصاب تطبیق کېږي.
  • دولتي او خصوصي سکتورونوته د جذب لپاره د قبایلي فارغ التحصیلانو ورپېژندل

د تحقيق او مطالعاتو ریاست:

  •  د سرحدي ولایتونو او سرحدي سیمو او د ډیورند کرښې ته د څېرمه سیمو  سیاسي، ټولنیزه، فرهنګي او اقتصاي، مطالعه او څېړنه،
    دغه ریاست ته د سرحدی ولایتونو، د لریو پرتو سیمو د مېشت وګړو او قومونو دژوند، اقتصادي ودې، جګړې، تروریزم ، سخت درېځۍ او ټولنیزو شخړو، سیمه ییز مطالعات؛ د مطالعې  او څېړنې د محور په توګه شمېرل کېږۍ.
  •  د پښتنو، بلوڅو او قبایلو دسیاسي مبارزو په اړه سیمه ییزه مطالعه او څېړنه، د اطلاتو لاسته راوړل او پلټنه.
  • د اړوڼدو سیمو د اړتیاوړ نخچو ترتیب او برابرول.

د پلان او پالیسۍ ریاست:

  • د پرمختیاي پروژو د چارو، د کار پلان، او برنامو طرح او جوړل.
  •  د وزارت د کاري پلانونو او پرمختیایي پروژو څخه ارزونه او څارنه.
  •  په مصؤنه او دقیقه توګه د معلوماتو په مرکز کې د ټولو معلوماتو ساتل، چې هیڅ ډول څانګه یا اداره ورته له قانوني صلاحیت پرته لاسرسۍ ونه لري.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت:

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریاست:

  • د قبایلو د قومی مشرانون د پېژندنې تثبیت؛
  • دولت ته له قبایلو سره د مسایلو دحل په اړوند د لازمو مشورو ورکول‏؛
  • د جرګو له لاری د قبایلو د قبیلوی ستونزو حل؛
  • د قومونو او قبایلو په منځ کې د جرګو د جوړولو له لارې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د اهدافو، پروګرامونو او د اقتصادی او ټولنیزو پر مختګونو تبلیغ او ترویج،
  •  په سرحدونو کې د قومونو او قبایلو اوسیدونکو مخورو، سپین ږیرو او مشرانو او مدنی ټولنو غړوته دوګړنی نظام د بنسټـیزو چارو د ټینګښت په خاطر د مشورو او مرستو وړاندې کول.
  • د قبایلی سیمو او سیدونکو خلکو او د قبایلی سیمو  اوسیدونکو زده کوونکو او محصلانو ته د قبایلو د پېژند پاڼو وېشل،
  • د حج د فریضې داداء کولو او د مقدسو اماکنو د زیارت لپاره د ارشاد، حج او اوقافونو وزارت دونډې سره سم د قبایلو د مطلوبو افرادو ورپېژندل،
  • په بهرکې د تداوۍ لپاره اړوندو دولتی مراجعو ته د سرحدی سیمو او قبایلو مستحقو اشخاصو اوافرادو معرفی.
  • په مرکز او ولایاتو کې د جرګو له لارې د سیمه ییزو ستونزو حلول.
  •  د سرحدی او قبایلی سیمو له مشرانو سره د ارتباطاتو تأمین.
  • د وزارت په میلمستونونو کې د سرحدی او قبایلی سیمو د مشرانو د میلمه پالني د چارو تنظیم.
  • د جرګو اوله قبایلو سره د همغږی په ریاست کې د قومی شوراګانو ثبت او راجستر کول.

له ولایاتو سره د اړیکو آمریت:

  • په ولایاتو کې د وزارت د ستراتيژیکو موخو له تحقق څارنه.
  • په ولایاتو کې د ورځنیو سیاسی، امنیتی، او ټولنیزو حالاتو رپوټونو تحلیل او تجزیه او دوزارت مقام ته وړاندې کول،
  • د رسمی چارو د سرته رسولو لپاره د ولایتی او مرکزی کارمندانو د سفر د چارو تنظیم او همغږی کول.
  • د لازمو موثرو کړنو د سرته رسولو لپاره له ولایتی دفترونو سره د اړیکو تأمین او همغږی،

دسرحدونود څارنې معینیت دندې او کارې لومړیتوبونه

معمولآ دهرهدف تحقق دځینو مشخصو اجراآتو زیږنده بلله کیږې ، یعني هره کړنه هدف ته درسېدو په موخه ترسره کېږي اویا هره کړنه دهدف چورلیځ څرخیږي دسرحدونو څارنې معینیت په ټوله کې دهېواد  ( 3503 ) کیلومتره رسمي پولواو ( 2310 ) کیلومتره نامنل شوې ډیورند کرغېړني کرښې د کنټرول ، څارنې اوحقوقي ، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري ، کشفي او استخباراتي ، څېړنې او مطالعې مسؤلیت پرغاړه لري  اوددې ترڅنګ خپلو ټاکل شویو کاري اهدافو ته د رسېدو په موخه ځینې نورې  مشخصې چارې هم ترسره، کوي، چې  مهمو او ستروته یې په لاندې ډول اشاره کېږي .

  • د معینیت د کاري پلان طرحه کول اوله مقاماتو څخه دمنظورۍ ترلاسه کول. 
  • دهېواد دپولو او د ډیورند کرښې تدقیق ، څارنې ، څېړنه ( مطالعه ) او تحلیل
  • د پولو په اوږدوکې دسرحدي نښواونښانو ( پېلرونو) دشتون یا نه شتون ، سرحدي رژیمونه ، صفري نقطو ، سرحدي سیمو او سرحدي سیندونو تخریباتو څېړل او مالومول.
  • د پولو اوډیورند کرښې په هکله دتاریخي اسنادو ، نخچو ، نښو، نښانو او لیکل شویو آثارو څېړل .
  • له سرحدي اوقبایلي مشرانو سره په همغږي ډول د نقشو خریطو په واسطه دا صلې اوفرعي سرحدي نښو، نښانو تثبیتول اوکنټرول .
  • د پولواوکرښې څېړنه په ځانګړې توګه دشمال اوشمال ختیځ استقامت پولې ، چې دآموسیند داوبو راپور ته کېدوله امله تل له ګواښ سره مخ دي .
  • د پولو اودډیورند کرښې په هکله دترلاسه شویو راپورونو دقیقه څېړنه اود وروستیو اجراآتو په موخه لوړ پوړو مقاماتو ته دهغو وړاندې کول .
  • دهېواد د پولو اودډیورند کرښې په اوږدوکې دتګ راتګ قانوني اوغیر قانوني لارو تثبیتول اوڅارل .
  • نړۍ والو ټرونونو، تاریخي آثارو، سیمه ییزو نښونښانو اومدارکو ته په پام سره اوله سرحدي اوقبایلي مشرانو سره نیغ په نیغه اړیکو له لیارې د پولو، سرحدي سرغړونو ، تېریو اونورو ډول ډول مغرضانه کړنومالومول  اوپه ډاګه کول اودهغه په هکله دقیق مالومات راټولول .
  • دسرحدي ستونزو ، سرحدي سرغړونو اوتېریو دحل اودوضعیت دبدلون دمخالفینو دورنکاریو دمخنیوي ، دمخدره توکو دقاچاق وړونکو مالومول اونیول اونور ډول ډول جرایموله منځه وړلوپه موخه کورنیو چارو وزارت ،  باندنیو چارو وزارت، دملې دفاع وزارت اوله ملې امنیت عمومي ریاست سره اړیکې ټینګول اوهمغږي رامنځته کول .
  • د وزارت له نورو اړوندو څانګو سره همغږي،  ډیورند کرښې دواړه خواووته دمېشتو ولسونو په سلا مشوره دواړوخوا وود حالاتو څېړل اوقومونوته په دې هکله مالومات راټولول .
  • دسرحدي سیندونوداوبو دډېریدو اوراپورته کېدو له امله دپولو اوسرحدي سیمو د تخریب په هکله مالومات راټولول .
  • په هر اړخیزه توګه د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ګاونډیو هېواد ونو سره سرحدي ستونزو هوارول.

مالي او اداري لوې ریاست:

مالي او حسابي ریاست:

  • د مالي او بودجوی پلانونو ترتیب، د مصارفاتي پلان تحقق او شفافه حساب ورکول.
  • د بودجې طرح، ترتیب او تطبیق او د مرکزی او ولایاتی واحدونو له بودجې څخه څارنه.
  • د هېواد د مالی حالت په پام کې نېولو سره له مخکې طرح شوی پلان له مخی د عادی او انکشافی بودجې ترتیب.
  • د وزارت او اړوندو ادارو د مالی منابعو نظارت او کنترول.
  • د نتایجو پربنسټ د بودجې نظارت او مدیریت.
  • د تادیاتو، دمعاشاتو محاسبه، اضافه کاریو، حق الزحمو، بخشیشیو او د انکشافی پروژو او قراردادنو د حوالو اجراء.

د بشري زېرمو ریاست:

  •  د اړوندو ادارو له لارې د وزارت د تشکیل د تعدیل، تنقیص او زیاتولو طرح.
  • دوړ او د شرایطو در لودونکو کادرونو استخدام، د ظرفیت لوړول، د صحی او شغلی مصئونیت د زمینې برابرول، په --هېواد کې د نافذو قوانینو سره سم د وزارت د کارمندانو د نورو ذاتی چارو اجراء.
  • د سلامتی د ساتنې، د کار د غوره شرایطو او د کار د مصئونیت قواعدو ته د پاملرنې په لاره کې لازم اقدامات.
  • د قانون په رڼاکې د معاشونو او اضافه کاریو د راپور تنظیم او ترتیب.
  • د کارمندانو د سوانحو بشپړول، ساتنه او په دیتابیس کې یې ثبتول،
  • ښځینه قشرته له تبعیض پرته د کار د غوره زمینو او شرایطو برابرول او دښځو په وړاندې د تاوتریخوال پرضد مبارزه.

د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست:

  • وزارت ته د ګټورې معلوماتی تکنالوژۍ او مخابراتی تکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول.
  • د منظور شوی کاری پلان سره سم په متداوم ډول په اړینو حالا توکې د ټولو سافت ویرونو او هارد ویرونو نوی کول.
  • په مرکزی او ولایتی واحدونو کې د تکنالوژیکی او مخابراتی پالیسی تطبیق.

د تدارکاتو ریاست:

  • د وزارت د اجناسو، خدماتی او ساختمانی چارو د اړتیاؤ تثبیت.
  • د تداکاتو د قانون او په هېواد کې د نافذو نورو قوانینو سره سم د اجناسو د قراردادونو، خدماتو او ساختمانی چارو، د مراحلو تېرول.

د جندر آمریت:

  • په مرکز او ولایاتوکې د جندر د حقونو رعایت.

د داخلی تفتیش ریاست:

  • د قانون د احکامو پربنسټ دوزارت د مالی او اداری واحدونو له ګټورو کړنو، اقتصادیت، شفافیت او حساب ورکولو له فعالیتونو د ډاډ حاصلول.
  • د وزارت  د داخلی  کنترول د سیستم پیاوړتیا او د تفتیش له نتایجو پرلپسې څارنه.
  • د تفتیش له عالی ادارې سره په همغږۍ کې د داخلی تفتیش د چارو پلانول.

سلاکاران:

  • د وزارت مقام مسلکی او متخصص سلاکاران لری.
  • سلاکاران اجرائیوی صلاحیت نه لری.
  • سلاکاران د دندو د لایحو له مخې وزیر او د وزارت رهبری هیأت ته مشوره ورکوی.
  • د سلاکارانو سفارشونه او نظریې د وزارت د مقام له تایید څخه وروسته تطبیق کیږی.

د دفتر ریاست:

  • د مرکزی ادارو او نورو وزارتونو او ادارو سره د اړیکو تأمین،
  • د قوانینو د کابینی، د وزیرانو شورا او د وزارت د مصوبو د تحقق تعقیبول او همغږی.
  • د وزارت دمقام د غونډو او د سکرتریت د چارو لپاره د اړینو اسانتیاؤ او زمینو برابرول.