د خوشحالخان عالي لېسې لنډه تاریخچه

 

د افغانستان د وخت حکومتونو د پالیسۍ او اړتیا په بنا د قومونو او د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا قبایلو بچیانو ته د ښوونې او روزنې په موخه وخت په وخت ښوونځي تاسیس کړي دي.

چې د دې جملې څخه په ۱۳۲۸ هـ ل کال د اعلی حضرت سردار شاه محمود خان د صدارت په وخت کې د صدارت عظمئ په چوکاټ کې د ازادو قبایلو په نامه ښوونځی تاسیس شو. او د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا قبایلي قومي مشرانو،سپینږیرو او مختلفو قومونو اوه ګونو ایجنسیو اولادونه پکې شاملیدل.

یاد ښوونځی ۱۳۳۹ هـ ل کال کې د صدارت له تشکیل څخه د سرحدونو او قبایلو چارو خپلواک ریاست په تشکیل کې ورزیات او لیسې ته یې ارتقا وکړه چې د خوشحالخان عالي لیسې په نامه ونومول شوه  او د تاسیس په لومړي کال یې د زده کوونکو شمېر (۱۵۰) تنوته رسیده.

د خوشحالخان عالي لیسې ته د تاسیس له لومړي کال څخه تر ۱۳۵۲ هـ ل کال پورې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي جذبیدل، خو له ۱۳۵۲ هـ ل کال څخه را وروسته له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي جذبول.

په۱۳۶۰ کال کې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړې قبایلي زده کوونکو ترڅنګ د هېواد دننه سرحدي قومونو بچیانو هم زدکړې کولې.

له ۱۳۷۱ هـ ل کال څخه تر ۱۳۸۰ هـ ل کال پورې په قسمي توګه یاده لیسه فعاله وه او له ۱۳۸۱ هـ ل کال څخه را په دیخوا له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د هېواد (۳۴) ولایتونو د لیرېو پرتو (سرحدي ) سیمو زده کوونکې  هم جذبیږي.

د خوشحالخان عالي لیسې زده کوونکو د کورنیو جګړو پر مهال د لېسې ودانۍ د ویجاړیدو له امله له ۱۳۷۱هـ ل کال څخه تر ۱۳۸۱ هـ ل کال پورې د کابل په نوي ښار(شهرنو) سیمه کې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست په ودانۍ کې زده کړې کولې، چې په ۱۳۸۱ هـ ل کال کې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په هلو ځلو د خوشحالخان لیسې اصلي ودانۍ چې د پلازمېنې کابل د شیر دروازې غره په لمنه د چهلستون عمومي سړک غاړه بابربڼ ترڅنګ په ګذرګاه سیمه کې موقعیت لري ورغول شوه او زده کوونکې یې بیرته انتقال شول.

یاده لېسه د اوو بلاکونو لرونکې ده چې له دې ډلې دوه تدریسي بلاکونه ۴۴ درسي خونې لري او پنځه نوریې لیلیه دي چې د زده کوونکو د اسیدو۱۱۵لیلیې خونې لري.

د خوشحالخان عالي لېسې اداري تشکیل:

تشکیل یې له ۱۳۸۱ هـ ل کال څخه تر ۱۴۰۰ هـ ل کال پورې ۱۴۹ تنو کارکوونکو ته رسیده چې له ډلې یې ۱۹ تنه اداري کارکوونکي، ۷۸ تنه ښوونکي او ۵۲ تنه خدماتي پرسونل و او اوس مهال د خوشحالخان عالي لېسې تشکیل ۱۲۹ کسانو ته رسیږي چې ۱۶ تنه اداري کارکوونکي،۶۴ تنه تدریسي، ۱۳ تنه لیلیه ښوونکي او ۳۶ تنه خدماتي کارکوونکي دي.

تدریسي برخه:

د خوشحالخان عالی لیسې درسي نصاب او درسي میتود د پوهنې وزارت د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد د پوهنې وزارت لخوا ورکول کيږي.د زده کوونکو نتایج او شهادت نامې هم د پوهنې چارو وزارت پورې تړاو لري.

د یادې لیسې کې ښوونکي د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه د پوهنې چارو وزارت لخوا استخدامیږي.

خوشحالخان عالي لیسه د مجهز کمپیوټرلیب په لرلو سره د هېواد بچیانو ته په عملي ډول روزنه ورکوي همدارنګه پر وخت زده کوونکو ته د انګلیسي، ریاضی او کمپیوټر تر څنګ د کانکورچمتوالې کورسونه جوړشوي دي.

روغتیایي برخه:

د خوشحالخان په عالي لیسه کې یو روغتیایي کلنیک موجود دی چې څلور تنه روغتیایي کارکوونکي لري ، یو متخصص ډاکټر،یوتن د ډاکټر معاون، یو نرس او یو فارمسست په تشکیل کې لري چې ۲۴ساعته د زده کوونکو په خدمت کې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هاند او هڅو یوه عراده امبولانس د روغتیا وزرات لخوا د لیسو له کلنیکونو سره مرسته شویده.

د خوشحالخان لیسې روغتیایي کلنیک ته طبي سامان آلات او درمل  د اړتیا په وخت کې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په واک کې ورکول کیږي.

لیلیه برخه:

د خوشحال خان علي لیسې زده کوونکو ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا لوژیستیکي او خوراکي مواد پر وخت اکمال کیږي او د ۱۳ تنو مجربو استادانو لخوا د دې لیسې لیلیې برخه اداره کیږي.

ورزشي برخه:

خوشحالخان عالي لیسه کې زده کوونکوته د هغوی د فزیکي وړتیا د لوړوالي او سالم رقابت په موخه د ورزش آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د دې لیسې زده کوونکو ته د فوټبال، فوټسال او باسکیټبال لوبو میدانونه د نړیوال ورزشي معیارونو سره سم جوړ شوي دي.

د لیسې د ورزش استاد په هڅو زده کوونکو ته د فوټبال،فوټسال، باسکیټبال، ټیکوانډو او کرکټ ټیمونه جوړ شوي دي.