دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پېژندنه

دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد یو له هغو کلیدي اومهمو وزارتونو څخه شمیرل کیږي چې دملي یووالي او ملي واکمنۍ د ټینګښت، دهېواد دسیاسي حدودو د سلامتیا ، دسرحدي پولو د ساتلو او د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د مېشتو اوسېدونکو د ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي کچې د لوړتیا لپاره ځانګړې اومهمې دندې پرمخ وړي.
همدارنګه د مرکزي او ولایتي ادارو په درلودلو سره په هر ډول سیاسي حالاتوکې د سرحدي پولو د ساتلو او د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه قبایلو سره دودیزې، فرهنګي، ټولنیزی، سنتي، دیني اوسیاسي اړیکې ټینګې ساتي چې د مرکزي او دویمو واحدونو سره د همغږۍ په رامنځ ته کولو سره ېې د سرحدونو ساتل د دغه وزارت د مهمو دندو او مسؤلیتونو د هدف په لور یو اساسي جز دی چې د شته مالي امکاناتو څخه په ګټې اخستنې په ځانګړو حالاتو کې د سرحدي ستونزو د اوارولو په اړه د قومي مشرانو ُ دیني عالمانو مخورو اوسپین ږیرو سره سلا مشورې کیږی. اوپه دې برخه کې توانیدلي یو چې د وروڼو قومونو د ملاتړ په جلبولو سره د دولت وګړنیزې ستنې او د دولت ملي حاکمیت پیاوړی او ټینګښت ومومي. دغه وزارت دځانګړي ارزښت له کبله اوږد تاریخ لري چې تاریخچه یې په لاندې ډول ده.
د سرحدونو او قبایلو چارو هغو وزیرانو او رئیسانو تصویرونه او لنډه پېژنده، چې له ۱۳۰۹ کال راهیسې یې په دې وزارت کې دنده ترسره کړې ده:

لنــــــــــډه تــــــــــاریخــــچه!
د تاریخي افغانستان په ټوله جغرافیه کې د قبایلو چارو د تنظیم لپاره د امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمان خان د واکمنیو پر مهال هم داسې ادارې وې، چې په قبایلي چارو کې د کار لپاره ځانګړې شوې وې، خو په رسمي توګه د عظمي صدارت د قلم مخصوص په تشکیل کې د قبایلو څانګه د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۰۰لمریز(۱۹۲۱مېلادي) کې را منځته شوه. دغه څانګه، په ۱۳۰۹ لمریز کال د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال، د عظمي صدارت په چوکاټ کې د عمومي مدیرت کچې ته لوړه شوه.
په ۱۳۲۶لمریز( ۱۹۴۷ میلادي ) کې د لومړي وزیر شاه محمود خان په حکومت کې د قبایلو ریاست جوړ شو.
د ۱۳۳۲ لمریز کال د وږې میاشتې په ۱۹ مه نېټه ( ۱۹۵۳ زېږدیز، د سپتمبر۶) د لومړي وزیر سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال د کابینې په تشکیل کې د قبایلو مستقل ریاست جوړ شو.
د ۱۳۵۲ لمریز کال (۱۹۷۳ مېلادي) کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود خان د جمهوري ریاست په دوره کې د قبایلو مستقل ریاست د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لوړ شو.
د ۱۳۶۰ لمریز کال په اسد میاشت کې د دغه وزارت نوم (دقومونو او قبایلو چارو وزارت ) شو.
تر دې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا بېرته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ونومول شو.