مالي او اداري لوی ریاست:

  • د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت اړوند مرکزي او ولایتی ادارو لپاره د چارو د ښه والي او اسانتیاوو په موخه د یوشان اغېزناکې اومؤثرې معلوماتي تکنالوژۍ  وده اوپراختیا، پروخت د اجرائیوي، اداري، حسابي او خدماتي موثرو اسانتیاوو او خدمتونوله وړاندې کولو مدیریت اونظارت.
  • د مالي حکمونواو قوانینو سره په مطابقت کې مالي وجوه ته د رسېدنې په شمول د مالي او محاسبوي چارو او د وزارت د مالي پراختیا  رهبري ، نظارت او کنترول.
  • د وزارت د کاري کړنو او پلان سره سم د انکشافي او عادي بودجې له طرح اوترتیب څخه مدیریت اونظارت.
  • د بشري زېرمو، معلوماتي تکنالوژۍ، اداري، تدارکاتي، حسابي، مالي طرزالعملونو، قانون، مقرراتواو لوایحوله اجراُ څخه کنترول ، مراقبت او له تطبیق څخه یې نظارت کول.
  • د وزارت ټولو اړوند ریاستونو ته د بودجوي او خدماتي اړتیاوو د تشخیص او وړاندیز په منظور د لارښودونو او د برنامې پر اساس د بودجې د ترتیبولو او د وزارت له بودجې څخه د دفاع په پار د لازمو هدایتونو ورکول.