مسلکي معینیت

 مسلکي معینیت تر دې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په تشکیل کې د سیاسي معینیت په نوم خپلې ورسپارل شوې دندې پر مخ وړې، چې په دې وروستیو کې د مسلکي معینیت په نوم ونومول شو. د پلان او پالیسي ریاست، د ښوونې او روزنې ریاست، دتحقیق او مطالعاتو ریاست او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست هغه څلور ریاستونه دي، چې د مسلکي معینیت تر رهبرۍ لاندې خپلې چارې تنظیموي. مسلکي معینیت د یوه مهم معنیت په توګه له لایحې سره سم د اساسي قانون په رڼا کې د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پر بنسټ لاندې دندې پر مخ وړي. په مسلکي معینیت پورې اړونده د ټولو چارو اداره کول، پلان جوړونه، رهبري او کنټرول. د وزارت د ستراتیژیکې پالیسۍ د طرحې لپاره د اسانتیاوو برابرول. د مسلکي معینیت د ټولو چارو د کاري لوریو او وزارت د نورو چارو په اړه د وزارت له مشرتابه سره مشوره. د وزارت د ستراتیژیکو او مهمو لومړیتوبونو ځانګړي کول او ټاکل. د وزارت د پالیسۍ پلي کول او د چارو د ښه والي په موخه د ځانګړو وړاندیزونو وړاندې کول. په لوړه کچه د پالیسیو له پلي کولو څخه نظارت کول. د اړوند ریاستونو له خوا د چارو همغږي او انسجام. د وزارت اړوند دری ګونو لېسو د تدریسي او لوژستیکي چارو تنظیم او رهبري. د وزارت له لومړیتوبونو سره سم د څومره والي او څرنګوالي د شاخصونو او معیارونو پراختیا. د هغو څېړنیزو او علمي پروژو تحلیل او ارزونه، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو له خوا تیاریږي. د هېواد د سرحدونو په برخه کې د ځانګړې پالیسۍ طرحه او پلي کول. د پراختیا یي پروژو د چارو تنظیم. د وزارت د خپرونو ترتیب او تنظیم. د وزارت د مشرتابه په مهمو پرېکړو کې برخه اخستل.


د وزارت د مسلکي معین لنډه پېژندنه

الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني د خدای رحیم زوی ، د ګل محمد لمسی د ۱۹۶۸کال د اپریل میاشتې پر ۱۹ نیټه د بادغیس ولایت غور ماچ ولسوالۍ ګربند کلي کې زیږېدلی دی.

دیـــنــي  زده کـــــــــــړې:

لومړنۍ دیني زده کړې یې په خپل کلي کې له ملا آغامحمد اخند سره پیل کړې، او د حاجي مولوي جمال الدین صاحب په مدرسه کې یې دوه کاله درس ولوست ورپسې یې د جنوبي وزیرستان په میرانشا کې له مولوي داد محمد سره سبق پیل کړ، یو کال وروسته یې په کلا ولي کې د مختصرالمعانی او مطول کتابونه ولوستل، د روس پر خلاف د جهاد پرمهال یې په کوټه کې له حمدالله اخند زاده او په ارنایي کې یې د مولوي محمد عمر په مدرسه کې د دیني زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د کوټې ښار د کچلاک په سیمه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب په لاس دستار بندي وشوه.

د اســـــــلامــي امـــــارت په تېــــــــــره دوره کـــې یې مســــــؤلـــــیتونه

کله چې د امیرالمؤمینین ملا محمد عمر مجاهد اخند په قیادت د لومړي ځل لپاره د فساد پروړاندې جهاد پیل شو، ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني هغه مهال په ارنایي کې د مولوي محمد عمر مدرسه کې په دیني زده کړو مشغول وو، نوموړي هم د جهاد ډګر ته را ودانګل او په سپین بولدک کې د ۲۰ کسیز ډلګي مشر شو.

- بیا یې د کندهار تخته پول ولسوالۍ کې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه.

- د فراه رود په جګړه کې ډلګي مشر و.

- د هرات له فتحې وروسته  د یاد ولایت په فرقه کې د غونډ مشر په توګه و ټاکل شو

ـ د غور تر فتح وروسته د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په امر د غور والي وټاکل شو، چې تر امریکایي اشغال پورې د غور والي وو او تر څنک يې د بالامرغاب رود د شمال کمربند د یوې برخې مسؤلیت هم ورترغاړه و.

کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، نو الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني ۶ میاشتې د باد غیس په غرونو، بیایې یو کال د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ژوند کاوه. 

دامریــــــکایي اشغال بر خلاف په جهاد کې یې دندې او مسؤلـــــیتونــــه:

کله چې اسلامي امارت د امریکایانو د اشغال په وړاندې جهاد پیل کړ، نو الحاج مولوي عبدالرحمان حقاني په لومړي تشکیل کې د امیرالمومنین په امر د باد غیس ولایت د والي په توګه وټاکل شو.

- بیا تقریبآ تر دریو کالو پورې د غرب حوزې د نظامي کمیسیون د غړي او منشي په توګه

- تفریبآ یونیم کال د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د نظامي حلقې مسؤل

ـ تفریبآ یو کال د غزني د نظامي حلقې مسؤل

ـ تفریبآ دوه کاله د غزني، زابل او میدان وردګو ولایتونو د نظامي حلقې مسؤل .

ـ تفریبآ یو کال د کندهارد نظامي حلقې غړي و.

ـ تفریبآ یو کال د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون عمومي مسؤل.

ـ تفریبآ د څلورو کلونو لپاره د غزني، زابل او میدان وردګ نظامي حلقې مسؤل.

د فــــتحی نـــه بـــعــد مســــؤلــــیتـــونـــه

د امریکایې اشغال له پای ته رسېدو سره سم

۱:- یو میاشت د کابل د امنیه قوماندانۍ د همکار  په توګه

۲:ـ۵ میاشتی په هرات ولایت کې د الفاروق قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۳:- او ورپسې په ۲۹/۸/۱۴۴۳ نیټي باندې د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال وټاکل شو، چې تر دا مهال خپلې دندې ته په یاد وزارت کې دوام ورکوي.