د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست

 

  • د کوچیانو د ژوندانه حالت د ښه والي په پار د عامه پوهاوي له لارې په ټول هېواد کې د کوچي قشر منسجمول.
  • په مرکز او ولایتونو کې د دې ادارې د پالېسیو او پروګرامونو د تطبیق په پار له اړوند سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ د کوچي قشر سرخېلانو د اسکانو د انسجام په برخه کې  د طرزالعملونو او لارښودونو طرحې مدیریت او رهبري.
  • په پام کې نېول شویو موخو ته د رسېدنې په منظورپه لنډ مهال ، منځمهال او اوږد مهال کې د کوچیانو د اسکانو لپاره د برنامو د جوړونې رهبري او مدیریت.
  • د کوچیانو د وترنري اوروغتیایي وضعیت د ښه والي په منظور د کوچیانو عمومي ریاست سره د همکارو ادارو او مؤسیسو سره د مناسبو طرحو مدیریت او رهبري کول.
  • په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې د کوچیانو د ګډون، د هغوی د تعلیمي، ښوونیز، روغتیایي او اقتصادي پراختیایي حالت د ښه والي په اړوند له سکتوري ادارو او عالي مقاماتو سره د مناسبو طرحو مدیریتول
  • په اقتصادي سکتور کې د کوچیانو د ځواکمنتیا او برنامو د تحقق په موخه د مال څرونو د ساتلو او مالدارۍ په برخه کې  د اقتصادي برنامواو پراختیایي پالېسیو د طرحې په برخه کې له دولتي او نادولتي ادارو سره د همغږۍ بهیر مدیریت او رهبري کول.
  • د ادارې له موخو سره سم د کوچیانو وضعیت د ښه والي لپاره د ملي او نړیوالو مرستو جلبول.

 

د کوچیانو د لوی رئیس الحاج مولوي گل زرين کوچي ژوند لیک

ښاغلی الحاج مولوي گل زرين کوچی د سلطان زوی په (١٤٠٢ )هجري قمري کال د لوگر ولایت د ازرې ولسوالۍ د خوږه مېنه کلي  په یوه علمي، جهادي او روحاني کورنۍ کې زېږیدلی دی.

کوچي صاحب له ( ۱۴۰۹)هـ ق کال له پیل څخه د  مهاجرت پر مهال په بېلابیلو مدرسو او دارالعلومونو کې په زده کړو بوخت ؤ چې پخواني شوروي د یوې یرغلګرې خونړۍ حملې له لارې په افغانستان قبضه و کړه. کوچي صاحب هم د نورو افغانانو په څیر په وسلوال جهاد لاس پورې کړ او د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم اړوند د کوچيانو د محمدي غونډ د څلورم جهادي گروپ د سر گروپ په توگه يې دنده تر سره کوله کله چې په هېواد کې  یرغلګر لښکر ماتې وخوړه، کوچي صاحب  یو ځل بیا  زده کړو ته مخه کړه چې په لړ کې یې د پکتیا ولایت د پنځلسمې  زغره والې لواُ د تعلیمی کنډک په نظامي برخه کې د زده کړو یو کلنه دوره په لومړۍ درجه پايته ورسوله.

کله چې د مرحوم ملا صاحب محمد عمر مجاهد رحمة الله په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک د فساد او بربريت په وړاندې مبارزه پيل کړه، نو کوچي صاحب هم د تحريک د غړي په توگه نه ستړې کېدونکې هڅې پيل کړې چې په پایله کې له گران هېواد افغانستان څخه د شر او فساد  لمنې په ټولېدو سره کوچي صاحب یو کال د لوګر ولایت د زغره وال کنډک د مسؤل ، یو کال د کابل ولایت د مرکزي قول اردو د شپاړسمې زغره والې فرقې د تخنیک  د عمومی مسؤل ، یو څه موده د شهید ملا باز محمد اخوند د جهادي ډلګۍ د عمومي مسؤل، يو کال د مشرقي زون د منتظره قطعې د مرستیال، يو کال د مشرقي زون د منتظره قطعې د عمومي مسؤل او وروسته له هغه د ننګرهار ولايت د سرحدي لیوا د مرستیال په توگه دندې ترسره کړې.

په افغانستان باندې د امریکايانو ظالمانه برید له تر سره کېدو وروسته. ښاغلي کوچي صاحب په خوست، لوګر او د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د شاهی کوټ جهادي مشرانو د هدایت په اساس په دوامداره توګه د اسلامي امارت د مجاهدینو د نظامی تربیت او معسکراتو د ګرځنده ګروپونو په خدمت بوخت و دغه راز یې  د خوست ولایت سرحدي سیمې ببرک تاڼې اړوند د الحاج ملا مؤمن ذاکر د کوچیانو مجاهدینو د یوې مشهور ډلګي د مرستیال په توګه، د ننګرهار ولایت سرحدي ولسوالیو لعل پورې او مهمندره کې د جهادي مرکز د مسؤل ، د ننګرهار ولایت ولایتي نظامي کمیسیون د غړي ، دوه کاله د ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالۍ د ولسوال په صفت، د ننګرهار ولایت د ولایتي نظامي کمیسیون د غړي ، د ننګرهار ولایت د مهمندره ولسوالۍ د ولسوال ، د ختیځې حوزې د مرکزي نظامي کمیسيون د مشرقي حلقې د غړي په توګه، د ختیځې حوزې  د مرکزي نظامي کمیسیون د جنوبي حلقې د غړي ، د ختیځې حوزې د مرکزي نظامی کمسیون د محبوسینو د موقت کمیسيون د غړی په توګه، د ختیځی حوزی د مرکزي نظامي کمیسیون د الف (استخباراتو کمیسیون)د تحقیق ریاست د مرستیال ، په دارالهجرت کې د سراج السلام په نامه د یوې دیني جهادي مدرسې د مهتمم په توگه  نه ستړي کېدونکې جهادي خدمتونه ترسره کړې دي .

په هېواد کې د نړیوال کفري اشغالګر ځواک ( امریکا او ناټو) د بشپړې ماتې او د  اسلامي نظام له تحکمېدو وروسته د استخباراتو(۰۵) لوی ریاست اړوند د قومونو او قبایلو ریاست مرستیال په توګه و ټاکل شو او د( ۱۴۴۳) هـ.ق کال د صفرالمظفر د میاشتې پر( ۱۵) مه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان په اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي بررسی د مرستیال دنده وروسپارل شوه او اوسمهال د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون د لوی رئیس په توګه دنده تر سره کوی.