د رحمان بابا عالي لېسې لنډه تاریخچه
رحمان بابا عالي لېسه په (1326) هـ ل کال کې تاسیس او په 1384 کال کې د افغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوري ریاست د مقام د حکم په رڼا کې د سرحدونو اوقبایلوچارو او پوهنې وزارت ترمنځ په همغږۍ اوتفاهم د پوهني وزارت څخه بېله او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پورې وتړل شوه. په دې لېسه کې د سرحدي ناامنو ولایتونو هغه شمېر زده کوونکي چې په سیموکې ورته د بیلا بیلو لاملونه له کبله د زده کړو زمینه برابره نده ، روزل کېږي. د شته 99 تنه تشکیل پر مټ شاوخوا د 1700 تنو زده کوونکو په لیلیه توګه د روزنې توان لري.