د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټیټوټ لنډه تاریخچه

mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت رهبري پلاوي د خپلې ملي او اسلامي وجیبې د ترسره کولو  لپاره په ۱۳۸۹هـ ل کال کې په هېواد پاله او ولس پاله روحیه د سرحدي لیریو پرتو سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړې قبایلي زده کړیالانو د روزنې په موخه د وزارت په چوکاټ کې د یو ځانکړي پوهنتون د جوړولو پلان ترتیب کړ.

دا چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یو شمېر ولایتونو کې د پوهنتونونو جوړولو چارې پیل او یا هم په پام کې نیول شوې وې، خو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په چوکاټ کې بیا تر یوه حده پورې د پوهنتون جوړولو مخه نیول کیده، بیاهم د دې وزارت رهبري پلاوي خپلې هڅې روانې وساتلې  په پایله کې یې د هغه وخت جمهور ریس حامد کرزي  ته د دغې اړتیا په برخه کې قناعت ورکړ چې د دې وزارت په چوکاټ کې حد اقل یو انسټیټوټ جوړ کړي.

بالاخره په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او پوهنې چارووزارتونو ترمنځ یو تفاهملیک لاسیلک شو چې بشپړمتن یې په لاندې ډول وو:

 با توجه به تحکیم همکاری های دوجانبه فی مابین وزارت معارف و وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل در خصوص تاسیس و پیشبرد مکاتب تعلیمات عمومی برای شاگردان قبایلی و سرحدی بی بضاعت و انکشاف متوازن معارف جامعه، اینک نظر به نامه پیشنهادی نمبر(۲۸) مورخ ۱۸ حمل ۱۳۹۳ وزارت محترم امور سرحدات، اقوام و قبایل جهت انکشاف هرچه بهتر و بیشتر همکاری بین دو وزارت و توازن در جامعه، تفاهمنامه و تعهد جدید پیرامون تاسیس یک باب انستیتوت کثیرالرشتوی تعلیمات تخنیکی و مسلکی در چوکات وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل عقد میگردد.

 له نیکه مرغه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په  دې بریالی شو چې په ۱۳۹۳ هـ ل کال د وږی میاشتې پر پنځلسمه نېټه رسماً د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټیټوت تاسیس او خپل فعالیت پیل کړي.

یاد انسټیټوټ کې د خوشحال خان، رحمان بابا او پیرمحمد کاکړ عالي لیسو فارغو زده کوونکو سربېره د هېواد د نورو ښوونځیو فارغین او قبایلي زده کړیالان هم منل کېږي اوترڅنګ یې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کوميټه هم یو شمېر زده کړیالان د دې انسټیټوټ ادارې ته د زده کړو په موخه ورپېژني.

بایزید روښان انسټیټوټ د اقتصاد، انجینري، کمپیوټر ساینس او کرنې، څلور پوهنځيو په  لرلو سره د هېوادوالو په چوپړ کې دی، چې د ۱۴۰۱ هـ ل تعلیمي کال تر پای ته رسېدو پورې له یاد انستیتوت څخه شپږ دورې زده کړیالان  فارغ شوي دي.

 یاد انسټیټوټ تر دې مهاله پورې خپله اړوند ودانۍ  نه لري، له ۱۳۹۳هـ ل کال نه یې تر ۱۳۹۷ هـ ل د تلې میاشتې ۱۵ نېټې پورې د کابل ښار، چهلستون سیمه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د پیر محمد کاکړ عالي لېسې په ودانۍ کې فعالیت کاوه او اوس مهال د رحمان باباعالي لېسه کې چې د دهبوري څلورلارې او کوټې سنګي څلور لارې ترمنځ موقعیت لري خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د یادولوده چې د انسټیټوټ لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د کابل ښار اتمې ناحیې اړونده د کارته نو په رحمان مېنه سیمه کې د اراضۍ له ریاست څخه  (۱۲) جریبه ځمکه پېرل شوې ده خوتردې مهاله یې اداري چارې بشپړې شوې نه دي.

 

د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټیټوټ اداري تشکیل:

ټول تشکیل یې (۳۵) کسانو ته رسیږي چې له ډلې یې (۵) تنه اداري (۱۹) تنه تدریسي او(۱۱ ) تنه یې خدماتي کارکوونکي دي.

د غه انسټیټوټ د موجوده تشکیل په بنسټ شاوخوا د (۷۰۰) تنو محصلینو د روزنې ظرفیت لري.

تدریسي برخه:

درسي نصاب او میتود یې د تخنیکي او مسلکي مستقلې ادارې د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا ورکول کيږي او د زده کړیالانو نتایج او شهادت نامې هم د تخنیکي اومسلکي مستقله ادارې پورې تړاو لري، خو ښوونکي او کارکوونکي یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا ګمارل کېږي.

لیلیه برخه:

لوژیستیکي او خوراکي مواد یې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا پروخت اکمالیږي ،لیلیه چارې یې د لیلیه برخې د مدیراو (۲) تنو مجربو استادانو لخوا اداره کیږي.

ورزشي برخه:

د انسټیټوټ په اداري تشکیل کې د ورزش ښوونکي نشته، خو ښاغلي پرویز همدرد چې اصلاً د اسلامي ثقافت ښوونکی دی په افتخاري ډول زده کړیالانو ته د فوټبال او کرکټ لوبډلې جوړې کړې دي چې ورزشي روزنیزې چارې یې هم مخ ته وړي.

mobta

بایزید روښان انسټيټوټ ته د ۱۳۹۹ کال د اختصاصي کانکور ازموینې له لارې د بریالي شويو زده کوونکو جدولونه .

mobtamobta

mobtamobta

mobtamobta

mobtamobta