د عبدالقادرکوچي عالي لېسې لنډه مخینه

د هېواد بچیانو ته د ښوونې اوروزنې زمېنې د برابرولوپه موخه د وخت د جمهور رئیس د حکم پر اساس د عبدالقادر کوچي د عالي لېسې بنسټ په ۱۳۸۸لمریز کال د پوهنې وزارت په تشکیل کې د ننګرهار په ولایت کې کېښودل شو.

یاده لېسه تر۱۳۹۵ لمریز کال پورې د پوهنې وزارت اړوند وه، په همدې کال د پوهنې وزارت له تشکیله ووته د کوچیانو چارو د مستقل ریاست اړوند شوه او د افغانستان د اسلامي امارت په بریالیتوب سره د کوچیانو چارو عمومي ریاست، د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت سره یو ځای شو، نو نوموړې لېسه هم په ۱۴۰۱لمریز کې د وزارت په تشکیل کې شامله شوه چې تر اوسه د دغه وزارت په اډانه کې فعالیت کوي.

د عبدالقادر کوچي لېسه (۸) درسي خونې، (۵) اداري دفترونه اولیلیه برخه یې د زده کوونکو لپاره (۲۷) د هستوګنې خونې لري. نوموړې لېسه په مختلطه توګه فعالیت کوي چې د انجونواو هلکانوپه شمول یې د زده کوونکو شمېر (۲۰۰۰) تنو ته رسیږي.

د دې لېسې تشکیل په ۱۴۰۲لمریز کال کې (۴۴) کارکوونکو ته رسېده چې (۵) تنه یې اداري کارکوونکي،(۳۱) تنه یې ښوونکي او(۵) یې خدماتي پرسونل وو.

لیلیه او روغتیایي برخه:

د روغتیا په برخه کې یې یو متخصص ډاکټرشتون لري، چې د زده کوونکو درملنه پر غاړه لري د دې لېسې درمل اونور اړتیا وړروغتیایي ، خوراکي اولوژیستیکي مواد د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت له خوا اکمالیږي.لیلیه برخه یې د لیلیه مدیر له خوا اداره کېږي.

ورزشي برخه:

د زده کوونکود فزیکي وړتیا د پیاوړتیا لپاره د لېسې د مسؤلینوپه هڅو د فوټبال، فوتسال، باسکیتبال ا و کرکټ لوبډلې فعالې اوپه دې برخه کې اسانتیاوې شتون لري.