لنــــــــــډه تــــــــــاریخــــچه
د تاریخي افغانستان په ټوله جغرافیه کې د قبایلو چارو د تنظیم لپاره د امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمان خان د واکمنیو پر مهال هم داسې ادارې وې، چې په قبایلي چارو کې د کار لپاره ځانګړې شوې وې، خو په رسمي توګه د عظمی صدارت د قلم مخصوص په تشکیل کې د قبایلو څانګه د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۰۰لمریز(۱۹۲۱مېلادي) کې را منځته شوه. دغه څانګه، په ۱۳۰۹ لمریز کال د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال، د عظمی صدارت په چوکاټ کې د عمومي مدیرت کچې ته لوړه شوه.
په ۱۳۲۶لمریز( ۱۹۴۷ میلادي ) کې د لومړي وزیر شاه محمود خان په حکومت کې د قبایلو ریاست جوړ شو.
د ۱۳۳۲ لمریز کال د وږې میاشتې په ۱۹ مه نېټه ( ۱۹۵۳ زېږدیز، د سپتمبر۶) د لومړي وزیر سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال د کابینې په تشکیل کې د قبایلو مستقل ریاست جوړ شو.
د ۱۳۵۲ لمریز کال (۱۹۷۳ مېلادي) کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود خان د جمهوري ریاست په دوره کې د قبایلو مستقل ریاست د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لوړ شو.
د ۱۳۶۰ لمریز کال په اسد میاشت کې د دغه وزارت نوم (دقومونو او قبایلو چارو وزارت ) شو.
تر دې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا بېرته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ونومول شو.