د پښتونستان عالي لېسې لڼده تاریخچه
د پښتونستان عالي لېسه په ننګرهار ولایت کې موقیعت لري، یاده لېسېه تر ۱۳۹۶ کال پورې پوهنې وزارت ته اړونده وه ، خو د دې لپاره چې د هېواد د سرحدې، قبایلي او نا امنه سیمو ځوانانو ته په لیلیه توګه د زده کړو زمنیه برابره شي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست په هڅو د متوازنې تعلیمي پراختیا په موخه د دې وزارت او د پوهنې محترم وزارت تر منځ د شوې پرتوکول پر بنسټ یاده لېسه په کال 1396 ل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تر قیومیت لاندې راغله او په 1397 کال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تر سیورې لاندې په فعالیت پیل وکړ، پښتونستان لېسه اوسمهال د 62 تنه تشکیل پر مټ شاو خوا د 1000 تنو زده کوونکو په لیلیه توګه د روزنې توان لري.