کاري پروسیجر او تشکیلات

 


 

Mobta

دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لنډه پېژندنه او کاری پروسیجر

د پیل خبرې

     د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چې یو کلیدی سیاسی وزارت دئ د په تېره یوه نیمه لسیزه په هېواد کې د ملی دولتی حاکمیت له ایجاد او په هېواد کې د منتخب دولت له جوړېدو وروسته د دولت د ملی ستراتیژۍ په رڼا کې دې وزارت ته دپخوانیو دندو ترڅنګ نورې دندې هم وسپارل شوې او وزارت مؤظف کړل شو چې په هېواد کې د وروڼو قومونو ترمنځ  د ملی یووالی پیاوړتیا او په هېواد کې د سولې او ټیکاو په رامنځته کولو کې د وروڼو قومونو د مشرانو او قومی شوراګانو د ملاتړ په را جلبولو او د دولت او خلکو ترمنځ د واټن په له منځه وړلو او د دولت د عام المنفعه کړنو او سیاستونو څخه د قومی مشرانو او ولسونو ملاتړ لپاره هڅې او هاند وکړي. چې له نېکه مرغه، وزارت د منازعاتو په حل کې له خلکو سره په مرکز او ولایتونو کې د جرګو د جوړولو له لارې کوټلی ګامونه او چت کړی دی او هم د دې جرګو له لارې له دولت او نظام څخه د خلکو پراخ ملاتړ را جلب شوئ او خلک د هېواد د خاورې د تمامیت او نظام د دښمنانو، تروریزم او افراطیت په وړاندې مبارزې ته رابللی چې خپل مؤثریت یې په دې چارکې ثابت کړئ دئ.

    وزارت د نورو اړوندو ادارو سره په همغږی کې د سرحدونو او پولو د ساتلو ، د امنیتی ارګانونو دلیکو په پیاوړی کولو او فعال پلویتوب او  د مخدره توکو پرضد د خلکو د پرګنو په منځ کې دخپلو مجلو او جرایدو له لارې د مبارزې د اصل د پياوړتیا تبلیغ او هڅولو په کارکې نه ستړی کیدونکی هلی ځلې کړی دي.

    دغه راز وزارت د هېواد لریو پرتو او نا امنه سیمو اوسیدونکی ځوانان له دې امله چې بې تعلیمه پاتی نشی او د هغوی له ناپوهۍ دښمن ناوړه ګټه او چته نکړی په خپلو لیلیه لېسو او انستیتوت کې جذب کړی او په پام کې لري چې په څونورو ولایاتو کې هم ورته تعلیمی مرکزونه ایجاد کړی. د وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست د خپلو امکاناتو په حدودو کې په بېلابېلو بر خوکې تحقیقی او مطالعاتی کار هم کړئ، چې اوس هم ادامه لری.

    باید وویل شی چې: دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دولت دپالیسی سره سم د دیورند  دتحمیلی کرښی دهاخوا یعنی(ټولو پښتون مېشته سیمو او  بلوڅو وروڼو)  د خلکو له حقه حقوقو څخه چې زموږ سره ګډ تاریخ او ګډه وینه لری په دفاع کې، قرار لری.

د وزارت تاریخچه:

-په ۱۳۰۰ هــ.ش کال کې چې د ۱۹۲۱ م کال سره سمون لری دغازی امان الله خان په امر د افغانستان  د شاهی دولت په چوکات کې له قبایلو سره د اړیکویو دفتر جوړشو؛ چې دې ورته څانګه د امیر شیر علی خان او امیر عبدالرحمن خان په وخت کې هم موجوده وه.

-په ۱۳۰۹ هــ.ش کال کی چی د۱۹۳۰ م کال سره سمون لری د اعلیحضرت، شهید محمد نادر خان په عصر کی د حربیې وزارت په چوکاټ کې دقبایلو د ریاست په نوم یوه اداره جوړه شوه.

-په ۱۳۲۶ هــ.ش کال چی د۱۹۴۷م کال سره سمون لری د سردارشاه محمود خان دصدارت په وخت کې دا اداره دقبایلو د ریاست په نامه د صدارت په چوکاټ کې د یوې ادارې په نوم رامنځته شوه.

-د1332هــ.ش کال دسنبلې په(۱۹)چې د۱۹۵۳ م دجولای د(۱۶) سره سمون لری د سردار محمد داؤد د صدارت پرمهال دقبایلو مستقل ریاست په نوم د کابېنی په چوکاټ کی او هم په دا اداره ۱۳۵۲ ه. ل کال کی د شهید سردار محمد داود خان دلومړنی جمهوریت په وخت کی  له مستقل ریاست نه وزارت ته لوړه کړل شوه.

- د ۱۳۶۰ هـ.ش کال دزمری په میاشت  کی د دې وزارت نوم د قومونو او قبایلو وزارت، وروسته بیا د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت او بیا  دمنتخب جمهور رئیس په کابینه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په نوم او د ۱۳۹۱ هــ.ل کال په وروستیو کی د حکومت د کابینی په غونډه کې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوم ونومول شو.

 د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت کاري پروسیجر
موخې:

  • د ملي یووالي ټېنګښت
  • د ملي واکمنۍ، ملي خپلواکۍ ، ځمکنۍ، بشپړتیا او د هېواد د پولوساتنه،
  • د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د تاریخي ، ملي، فرهنګی اوسیاسي دودونو ساتنه،
  •  د سرحدي، قبایلي  او لرې پرتو سیمو ځوانانو او تنکیو ځوانانو د علمي کچې لوړول،

مسؤلیت:

وزارت د خپلو دندو په ترڅ کې د دولت د ملی او سیاسی کړنلارې او د امیرالمؤمنین د فرامینو او نورو قوانینو سره سم د ملی یووالی د ټینګښت،ملی حاکمیت، د اسلامي دیني، ملي ارزښتونو، د غوره ملي او فرهنګي دودونو د ساتنې او د سرحدي، لرې پرتو  او قبایلي سیمو  د ځوانانو علمي کچې د لوړولو  په اړوند مسئول دی.

  • وزارت د خپلو ټولو کارکوونکو د کاري مصئونیت مسئول دی.
  • د قومي مشرانو او مخورو په واسطه، د شوراګانو او جرګو له لارې د وروڼو قومونو ترمنځ د قومي شخړو او منازعاتو حل کول.

دندې او فعالیتونه:

  • د افغانستان اسلامي امارت د ملې سیاستونو په دفاع کې د ټولو افغانانو متحد کول.
  •   په هیواد کې له ټولو مېشتو قومونو سره د فرهنګي، سیاسي او قومي اړیکوټېنګښت، ستراتيژیک مطالعات، څېړنه او د فرهنګي اړیکوساتل.
  • د سرحدي ولسوالیو او ټول هیواد د اوسیدونکو د تاریخ، فرهنګ پرمختیایي چارو اوستونزو په هکله تحقیق او مطالعه،
  •  د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالي او ملي ګټو د خوندیتوب او ساتنې په اړه د دښمنانو د توطیو او دسیسو په افشا کولو او له منځه وړلو کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري.
  • په هیواد کې د ټولو مېشتو قومونو ترمنځ د افغانستان د اسلامي امارت د موخو په اړه وضاحت.
  •  د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست سره د ملي ګټو په ساتلو کې دوه اړخیزه همکاري.
  •  دملي یووالي د ټینګښت  او وروڼو قومونو ترمنځ د ورورۍ فضا د رامنځته کېدو په موخه د همغږۍ د سترو غونډو جوړول.
  • د لرې پرتو سرحدي سیمو او قبایلي ځوانانو ښوونه او روزنه او د وزارت اړوند رحمن بابا، خوشحال خان، پیرمحمدکاکړ، قبایلو، پښتونستان او عبدالله خان اڅکزي او په نورو اړوندو عالی لیسو او  د بایزید روښان په کثیرالرشتوي انستیتوت کې د هغوی جلب او جذب او د هېواد په دننه او بهر کې دوی ته د لوړو زده کړو اسانتیاو برابرول.
  • د وزارت له  بودجې څخه معقوله استفاده او د وزارت په ټولو مرکزي او ولایتي واحدونو کې د منقولو او غیر منقولوشتمنیو او دولتي مالونو څخه جدي څارنه.
  •  د وروسته پاتې سرحدي سیمو او ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه ولسونو د اقتصادي او فرهنګي متوازن پرمختګ او پراختیا لپاره سکتوري او بهرنیو اړوندو ادارو د مرستوجلبول.
  •  د مخدره توکو د کرکيلي او قاچاقو په مخنیوي کې له اړوندو ادارو او موسسو سره اغېزمنه همکاري او همغږي.
  • د سرحدي سرغړونو کشف، پېژندنه او فني څارنه.

د دفتر ریاست:

  • د مرکزی ادارو، نورو وزارتونو او واحدونو سره د اړیکو تأمین،
  • د امیر المؤمنین، د وزیرانو شورا او د وزارت د مصوبو د تحقق تعقیبول او همغږی.
  • د وزارت مقام د غونډو او د سکرتریت د چارو لپاره د اړینو اسانتیاؤ او زمینو برابرول.

مسلکي معینیت:
د  اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست:

  •  په هېواد کې د دولت د پالیسۍ مطابق  د مجلو، جریدو او کتابونو چاپول، وېشل او  خپرول.
  •  د عامه ذهنونو پیاوړتیا او خبروونه.
  •  د وزارت وېب پاڼه، اکس پاڼه، فېسبوک  پاڼه، انسټاګرام، د اطلاع رسوونې مرجع او  چاپي رسنیو له لارې د ملي، اسلامي ، فرهنګی، تاریخي ارزښتونو او ملي داعیو په اړه د معلوماتو چاپول او خپرول.
  • د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د جرګه، جاښ او هموطن مجلې، د تارا ، ګوراش او یولدوز جرېدې خپرولې چې له ۱۴۰۱ هـ ل کال راهیسې یې له جملې د جرګه او هموطن مجلې چاپېږي.

جرګه مجله : دغه مجله د وزارت د لومړني نشراتی ارګان په توګه په ۱۳۶۱ لمریز کال کی تاسیس چې په مخکنیو کلونو کې لومړی په ۳ زره تېراژه وروسته په ۲ زره او  او اوس مهال په سل مخونو کې د ۱۰۰۰ ګڼو په تیراژ د دولت له موخو څخه د خلکو د پوهاوي، د وزارت د فعالیتونو نشر او د تحقیقي او علمي مقالو د خپرولو په موخه په هرو دریو میاشتو کې یوځل خپریږي.

جاښ مجله: له ۱۳۷۰ لمریز کال راپه دې خوا په نورستاني، پښتو او دري ژبو د  ۱۰۰۰ ګڼو په تیراژ په سلو مخونو کې د وزارت د فعالیتونو د انعکاسولو ترڅنګ د لرغوني نورستان په اړه علمي او څېړنیزې مقالې په درې میاشتنۍ توګه چاپ او  خپرولې.

هموطن مجله: هموطن مجله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت خپرنیز ارګان د ۱۳۶۲ لمریز کال راپه دې خوا په رسمي او سیمه ییزو یوولسو ژبو پښتو، دري، ازبېکي، ترکمني، بلوچي، پشه یی، ګجری، نورستاني، ګواري او پامیري په سلو مخونو کې د ۱۰۰۰ ګڼو په تېراژ په درې میاشتنۍ توګه د علمي، ادبي، فرهنګي، سیاسي او ښوونیزو مقالو په درلودلو سره د خلکو د ذهنیتونو د روښانولو په موخه خپرېږي.

ګوراش جریده:له ۱۳۵۷ لمریز کال راپه دې خوا د جوزجان ولایت مرکز ښکلي شبرغان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویم اداري واحد له خوا، د ملي یووالي د ټېنګښت او د ژبې او فرهنګ د خدمت په موخه د دولت له پالیسۍ سره سم  په ۱۰۰۰ نسخو کې چاپ او خپرېدله.

یولدوز جریده: دا جریده په ۱۳۵۷ کال کې تاسیس شوه. د بلخ  په لرغوني ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویم اداري واحد له خوا د ۱۰۰۰ نسخو په تیراژ په ترکمني ژبه چاپ او خپرېدله.  د ملي یووالي د ټینګښت د ترکمني ژبې ادبیاتو او فرهنګ د بډاینې په موخه علمي، ادبي ، فرهنګي او ټولنیزې مقالې یې چاپ او خپرولې.

د ښوونې او روزنې ریاست:

  • د سرحدي او قبایلي سیمو ځوانانو ته د وزارت اړوند رحمان بابا، خوشحال خان ، پيرمحمد کاکړ او په نورو اړوند لیسو او د بایزید روښان په کثیر الرشتوي انستیتوت کې د زدکړو فرصت برابرول.
  •  د وزارت په  تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې محصلینو او زده کوونکو ته په لیلیه توګه د زده کړو د زمینې برابرول.
  • د سرحدي او قبایلي سیمو محصلینو او زده کوونکو ته په کور  دننه او بهر د لوړو زده کړو د زمینې برابرول.
  •  د وزارت په اړوندو لیسو او انستیتوت کې د پوهنې وزارت تعلیمي تدریسي نصاب تطبیقول.
  • دولتي او خصوصي سکتورونو ته د جذب لپاره د قبایلي فارغ التحصیلانو ور پېژندل.

د تحقيق او مطالعاتو ریاست:

  •  د سرحدي ولایتونو، سرحدي سیمو او د ډیورند کرښې ته د څېرمه سیمو سیاسي، ټولنیزه، فرهنګي او اقتصادي مطالعه او څېړنه.
  • دغه ریاست ته د سرحدی ولایتونو، لریو پرتو سیمو د مېشت وګړو او قومونو د ژوند، اقتصادي ودې، جګړې، سخت درېځۍ او ټولنیزو شخړو، سیمه ییز مطالعات؛ د مطالعې  او څېړنې د محور په توګه شمېرل کېږۍ.
  •  په افغانستان کې د ټولو مېشتو قومونو او قبایلو په اړه سیمه ییزه مطالعه، څېړنه، د اطلاتو لاسته راوړل او پلټنه.
  • د اړوڼدو سیمو د اړتیا وړ نقشو ترتیب او برابرول.

د پلان او پالیسۍ ریاست:

  • د پرمختیایي پروژو د چارو، د کار پلان، او برنامو طرح او جوړل.
  •  د وزارت د کاري پلانونو او پرمختیایي پروژو څخه ارزونه او څارنه.
  •  په مصؤنه او دقیقه توګه د معلوماتو په مرکز کې د ټولو معلوماتو ساتل، چې هیڅ ډول څانګه یا اداره ورته له قانوني صلاحیت پرته لاسرسۍ ونه لري.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت:

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریاست:

  • د جرګو او د همغږۍ د غونډو له لارې د هیواد د ټولو درنو قومونو ستونزې اورېدل او حل لارې ورته لټول.
  •  په سرحدونو کې قومي مخورو، سپین ږیرو او علماء کرامو ته اسلامي نظام د بنسټـیزو چارو د ټینګښت په خاطر د مشورو او مرستو وړاندې کول.
  • د قبایلی سیمو اوسیدونکو، زده کوونکو او محصلانو ته د قبایلو د پېژند پاڼو وېشل.
  • د حج د فریضې د اداء کولو او د مقدسو اماکنو د زیارت لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ونډې سره سم د مطلوبو افرادو ورپېژندل،
  • په بهرکې د تداوۍ لپاره اړوندو دولتي مراجعو ته د سرحدي سیمو او قبایلو مستحقو اشخاصو اوافرادو معرفي کول.
  • په مرکز او ولایاتو کې د جرګو، مرکو او غونډو له لارې د سیمه ییزو ستونزو حل کول.
  •  د سرحدی او لرې پرتو سیمو له قومي مشرانو سره د اړیکو ټینګول.
  • د وزارت په میلمستونونو کې سرحدي، لرې پرتو او د هیواد د نورو ټولو سیمو د مشرانو د میلمه پالني د چارو تنظیم.
  • د جرګو او قبایلو د همغږۍ په ریاست کې د قومي شوراګانو ثبت او راجستر کول.

له ولایاتو سره د اړیکو آمریت:

  • په ولایاتو کې د وزارت د ستراتيژیکو موخو له تحقق څارنه.
  • په ولایاتو کې د ورځنیو سیاسي، امنیتي، او ټولنیزو حالاتو رپوټونو تحلیل، تجزیه او د وزارت مقام ته وړاندې کول،
  • د رسمی چارو د سرته رسولو لپاره د ولایتی او مرکزي کارمندانو د سفر د چارو تنظیم او همغږي کول.
  • د لازمو موثرو کړنو د سرته رسولو لپاره له ولایتي دفترونو سره د اړیکو تأمین او همغږي کول.

د سرحدي پلټنو معینیت دندې او کاري لومړیتوبونه

معمولاً د هرهدف تحقق دځینو مشخصو اجراآتو زیږنده بلله کیږې ، یعني هره کړنه هدف ته درسېدو په موخه ترسره کېږي اویا هره کړنه دهدف چورلیځ څرخیږي د سرحدي پلټنو معینیت په ټول کې د هېواد  ( 3503 ) کیلومتره رسمي پولو او ( 2310 ) کیلومتره نامنل شوې ډیورند فرضي کرښې د کنټرول ، څارنې، حقوقي ، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري ، کشفي او استخباراتي ، څېړنې او مطالعې مسؤلیت پرغاړه لري. ددې ترڅنګ خپلو ټاکل شویو کاري اهدافو ته د رسېدو په موخه ځینې نورې  مشخصې چارې هم ترسره، کوي، چې  مهمو او سترو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي:

  • د معینیت د کاري پلان طرحه کول اوله مقاماتو څخه دمنظورۍ ترلاسه کول. 
  • دهېواد دپولو او د ډیورند کرښې تدقیق ، څارنه، څېړنه، مطالعه او تحلیل.
  • د پولو په اوږدوکې د سرحدي نښو او نښانو (پېلرونو) د شتون یا نه شتون ، سرحدي رژیمونو، صفري نقطو ، سرحدي سیمو او سرحدي سیندونو تخریباتو څېړل او معلومول.
  • د پولو اوډیورند کرښې په هکله دتاریخي اسنادو ، نقشو، نښو نښانو او لیکل شویو آثارو څېړل .
  • له سرحدي سیمه ییزو مشرانو سره په همغږي ډول د نقشو په واسطه دا صلې اوفرعي سرحدي نښو، نښانو تثبیتول اوکنټرول .
  • د پولو او فرضي کرښې څېړنه په ځانګړې توګه د شمال او شمال ختیځ استقامت پولې، چې د آموسیند د اوبو راپور ته کېدو له امله تل له ګواښ سره مخ دي.
  • د پولو او د ډیورند فرضي کرښې په هکله د ترلاسه شویو راپورونو دقیقه څېړنه او د وروستیو اجراآتو په موخه لوړ پوړو مقاماتو ته دهغو وړاندې کول .
  • دهېواد د پولو اودډیورند کرښې په اوږدوکې دتګ راتګ قانوني او غیر قانوني لارو تثبیتول او څارل .
  • نړۍ والو تړونونو، تاریخي آثارو، سیمه ییزو نښونښانو او مدارکو ته په پام سره او له سرحدي مشرانو سره نیغ په نیغه د اړیکو له لارې د پولو، سرحدي سرغړونو ، تېریو او نورو ډول ډول مغرضانه کړنو مالومول، په ډاګه کول او دهغه په هکله دقیق مالومات راټولول.
  • دسرحدي ستونزو، سرحدي سرغړونو، تېریو د حل او د وضعیت دبدلون د مخالفینو دورنکاریو د مخنیوي ، د مخدره توکو دقاچاق وړونکو مالومول او نیول . د نورو ډول ډول جرایمو له منځه وړلوپه موخه کورنیو چارو وزارت،  بهرنیو چارو وزارت، ملې دفاع وزارت او له ملې امنیت عمومي ریاست سره اړیکې ټینګول اوهمغږي رامنځته کول .
  • د وزارت له نورو اړوندو څانګو سره همغږي،  ډیورند فرضېکرښې ته څېرمه  د مېشتو ولسونو په سلا مشوره د دواړوخواوو د حالاتو څېړل او قومونو ته په دې هکله مالومات راټولول.
  • دسرحدي سیندونو داوبو د ډېریدو او راپورته کېدو له امله دپولو او سرحدي سیمو د تخریب په هکله مالومات راټولول .
  • په هر اړخیزه توګه د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي ستونزو هوارول.

مالي او اداري لوې ریاست:

مالي او حسابي ریاست:

  • د مالي او بودجوي پلانونو ترتیب، د مصارفاتي پلان تحقق او شفافه حساب ورکول.
  • د بودجې طرح، ترتیب او تطبیق او د مرکزی او ولایاتي واحدونو له بودجې څخه څارنه.
  • د هېواد د مالي حالت په پام کې نېولو سره له مخکې د طرح شوي پلان له مخې د عادي او انکشافي بودجې ترتیب.
  • د وزارت او اړوندو ادارو د مالي منابعو نظارت او کنترول.
  • د نتایجو پربنسټ د بودجې نظارت او مدیریت.
  • د تادیاتو، دمعاشاتو محاسبه، اضافه کاریو، حق الزحمو، بخشیشیو او د انکشافی پروژو او قراردادنو د حوالو اجراء.

د بشري زېرمو ریاست:

  •  د اړوندو ادارو له لارې د وزارت د تشکیل د تعدیل، تنقیص او زیاتولو طرح.
  • د وړ او په شرایطو برابر کادرونو استخدام، د ظرفیت لوړول، د صحي او شغلي مصئونیت د زمینې برابرول، په هېواد کې د شته قوانینو په رڼا کې د وزارت د کارمندانو د نورو ذاتي چارو اجراء.
  • د سلامتي د ساتنې، د کار د غوره شرایطو او د کار د مصئونیت قواعدو ته د پاملرنې په لاره کې لازم اقدامات.
  • د قانون په رڼاکې د معاشونو او اضافه کاریو د راپور تنظیم او ترتیب.
  • د کارمندانو د سوانحو بشپړول، ساتنه او په ډېټابیس کې یې ثبتول،
  • ښځینه قشرته د اسلامي اصولو په رڼا کې د کار زمینه او شرایط برابرول.

د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست:

  • وزارت ته د ګټورې معلوماتي تکنالوژۍ او مخابراتی تکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول.
  • له منظور شوي کاري پلان سره سم په متداوم ډول په اړینو حالاتو کې د ټولو سافت ویرونو او هارډ ویرونو نوي کول.
  • په مرکزي او ولایتي واحدونو کې د تکنالوژیکي او مخابراتي پالیسي تطبیق.

د تدارکاتو ریاست:

  • د وزارت د اجناسو، خدماتي او ساختماني چارو د اړتیاوو تثبیت.
  • د تداکاتو د قانون او په هېواد کې د شته نورو قوانینو په رڼا کې د اجناسو د قراردادونو، خدماتو او ساختماني چارو، د مراحلو طی کول.

د داخلی تفتیش ریاست:

  • د قانون د احکامو پربنسټ د وزارت د مالي او اداري واحدونو له ګټورو کړنو، اقتصادیت، شفافیت او حساب ورکولو څخه د  ډاډ حاصلول.
  • د وزارت  د داخلي  کنترول، د سیستم پیاوړتیا او د تفتیش له نتایجو پرلپسې څارنه.
  • د تفتیش له عالي ادارې سره په همغږۍ کې د داخلي تفتیش د چارو پلانول.

سلاکاران:

  • وزارت مقام مسلکي او متخصص سلاکاران لري.
  • سلاکاران اجرائیوي صلاحیت نه لري.
  • سلاکاران د دندو د لایحو له مخې وزیر او د وزارت رهبری هیأت ته مشوره ورکوي.
  • د سلاکارانو سفارشونه او نظریې د وزارت د مقام له تائید وروسته تطبیق کیږي.