په غزني ولايت کې ۸ کلنه او ننګرهار کې هم د ځمکې پر ملکيت پخوانۍ شخړه هواره شوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۳:۴۸
شخړه

پنج شنبه ۱۶/۳/۱۴۴۶

د غزني ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه ۸ کلنه شخړه حل شوه چې ګڼ حیواني او ځاني تلفات یې درلودل. د دغه جنجالي شخړې د حل لپاره د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، د شخړو د حل کميسيون مسؤلينو، قومي مشرانو او ا.ا.ا. منسوبينو ګډې هلې ځلې وکړې، چې په پايله کې يې دغه اوږده منازعه حل شوه او دواړه قومونه ورورۍ ته را وبلل شول.

د جرګې غړو د يادې شخړې د حل په موخه لومړی حقايق او واقعتونه معلوم کړل، له دواړو لورو يې واکونه واخيستل او ترمنځ يې شرعي فيصله وکړه، چې د ښکيلو اړخونو د خوښۍ وړ وګرځيده چې په ترڅ کې یې يو بل وبښل او سره غاړه غړۍ شول.

همدا ډول په ننګرهار ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ د ځمکې پر ملکيت هغه اوږده لانجه هواره شوه، چې يو خېل يې له تېرو ۲۰۰ کلونو دغلته ميشت و او بل يې په ياده ځمکه د ملکيت دعوه ورسره لرله. دوی په خپلو منځونو کې لوی او ژور اختلافات سره پيدا کړي و، چې موضوع يې د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو په ډيرو هلو ځلو حل او فصل شوه او دواړو طرفونو پرې قناعت تر لاسه کړ.

په دغه موضوع کې د فيصلې لپاره ټاکل شویو مشرانو سېمه بررسي کړه، د دواړو خواوو نظرونه يې واورېدل او په پاي کې يې د ټولو په رضايت د خير او عدل پرېکړه وکړه، چې په همدې توګه حق حقدار ته ورسېد او ښکېل اړخونه د ورورۍ په ټغر راټول شول.

تر دې مهاله د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتي رياستونو په همکارۍ سلګونه بيلا بيلې شخړې او لانجې هوارې کړې او لا هم د ولسونو د هوساينې لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ له ولسي مشرانو او سیمه ییزو مسؤلینو سره کتنه!

پنجشنبه ۱۶/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن ورځ له غرمې مخکې د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۳:۴۸
Background image

په غزني ولايت کې ۸ کلنه او ننګرهار کې هم د ځمکې پر ملکيت پخوانۍ شخړه هواره شوه

پنج شنبه ۱۶/۳/۱۴۴۶

د غزني ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه ۸ کلنه شخړه حل شوه چې ګڼ حیواني او ځاني تلفات یې درلودل. د دغه جنجالي شخړې د حل لپاره د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په جوز جان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ را پورته شوې شخړه حل شوه

چهارشنبه  ۱۵/۳/۱۴۴۶

په جوزجان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې هغه شخړه حل شوه چې د دواړو خواوو ترمنځ يې ژور اختلافات رامنځ ته کړي وو او له کبله به یې وخت ناوخت. . .

BACK TO NEWS