د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ له ولسي مشرانو او سیمه ییزو مسؤلینو سره کتنه!

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۹:۲۱
ناسته

پنجشنبه ۱۶/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن ورځ له غرمې مخکې د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د وزارت د لیدنو په تالار کې وکتل.

د کتنې پرمهال ولسي وګړو د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو، په خاصه توګه د ښاغلي نوري ستړیاوې نه هېرېدونکې وبللې زیاته یې کړه: د الله تعالی ﷻ په نصرت، د مجاهدینو د ستړیاوو، د کونډو او یتیمانو د دُعاګانو په برکت خدای تعالی ﷻ یو اسلامي نظام او واحده رهبري را نصیب کړه او په دې قربانیو یې یوه ښه پایله مرتبه کړه. راغلیو مشرانو وویل چې یاده ولسوالۍ په شل کلن دور کې له ټولو امکاناتو بې برخې پاته شوې چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. دوی په یاده ولسوالۍ کې د سرکونو خاموالی، د روغتیایي خدماتو کمبود او د مخابراتي شبکو نشتون خپلې ستونزې یادې کړې او د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي نوري ولسي مشرانو ته له هرکلي وروسته وویل: ناوه په تېر کې د افغانستان یوه نمونه ولسوالي او د مجاهدینو د استقرار او دمې ځای و، ستاسې د تکالیفو نتېجه وه، چې یو لوی ښامار مو مات کړ او خدای تعالی ﷻ د اسلامي نظام، خپلواکي او ملي یووالي په نعمتونو ونازولو. نوموړي یاد ولسونه د خدمت مستحق وبلل او ډاډ یې وړاندې کړ چې یادو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به پوره هڅه کوي او له اړوندو ادارو سره به یې د حل په موخه شریکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu