د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې د ولسوالي له استازو، قومي مخورو، ديني عالمانو او عامو خلکو سره د اسلامي شريعت د تنفيذ او همغږۍ تر عنوان لاندې یوه لویه ولسي غونډه ترسره شوه.

په دغه ولسي غونډه کې د يادې ولسوالي ديني عالمانو او قومي مخورو په خپلو ويناوو کې د اسلامي نظام د حاکميت د اللهﷻ له لوري پر خلکو يو خاص رحم وباله او ولسونه يې د دې نظام د ملاتړ او همکاري لپاره را وبلل. ويې ويل: د اسلامي امارت په راتګ سره د قومونو ترمنځ د ژبني او قومي تعصبونو لمن ټوله شوې او ځای يې اتحاد، يووالي او ورورولي نيولی. دوی همداراز خپلې سيمه ييزې ستونزې هم له مسؤلينو سره شريکې کړې، چې پکې د  آب ګردان بند رغونه، برښنا، زراعت، زده کړې، روغتيا او د مخابراتي شبکو ستونزې شامل وي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد آجان رهبر په خپلو خبرو کې وويل: تېرو ناخوالو موږ ته بې شمېره ستونزې او مشکلات پرېښي دي، د دې مشکلاتو د هواري لپاره اتحاد، يووالي، همغږۍ او ګډ کار ته اړتياده. نوموړي په خلکو غږ وکړ، چې په دغه برخه کې د اسلامي امارت ملا ور وتړي. ښاغلي رهبر همداراز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې شريکې شوې سيمه ييزې ستونزې به يې د حل په موخه له مشرانو شريکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu