جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو لوريو د خوښۍ غاړې سره ورکړې.

د یادې شخړې د حل په موخه د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د ځایي قومي مشرانو په ملتیا یوه قومي جرګه راوبلله، چې پکې د دواړو خواوو خبرې واورېدل شوې او  له پوره تحقيق وروسه يې ترمنځ د خير فيصله شوه.

د مسؤلينو له لوري د ترسره شوې فيصلې وروسته د يادو کورنيو مشرانو د خپل رضايت په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به کوم ډول جنجال او تربګني نه کوي بلکې د خوښي ژوند ته به دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۳۴
Background image

په سروبي ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

چهارشنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږي رئیس مولوي محمد آجان رهبر د یوه پلاوي په مشري د کابل د سروبي ولسوالۍ له قومي مخورو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

د یوه نیکه د لمسیانو او کورنیو ترمنځ یې خونړۍ بدي په دوستي بدله شوه 

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳ کاله وړاندې پېښه شوې بدي، نن د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې د یوې ناستې پرمهال حل شوه.

دغه بدي د یوه. . .

BACK TO NEWS

User account menu