د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول
پنج شنبه ٢٤ جمادیالأولی ۱۴۴۸
د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع هم د بازار موندنې په موخه نندارې ته وړاندې شول.
په دغه نندارتون د اسلامي امارت د يو شمير لوړپوړو مسولينو ترڅنګ د کوچیانو چارو د سمون عمومي رئیس الحاج ملا محمد بصیر صاحب زاده، د کوچیانو د اقتصادي خدمتونو او څړځایونو رئیس مولوي هدایتالله حقاني او د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد اسحاق ادریس هم ګډون کړی و.
د کوچیانو چارو د سمون عمومي رئیس الحاج ملا محمد بصیر صاحبزاده د کوچیانو د حیواني محصولاتو او لاسي صنایعو د لیدنې پر مهال وویل، چې د دا ډول نندارتونونو جوړول د کوچیانو د محصولاتو او لاسي صنایعو لپاره د بازار موندنې زمینه برابروي او د هغوی د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه نندارتون کې د کوچیانو تولیداتو د ګڼو لیدونکو پام ځانته رااړولی دی.
صاحبزاده همداراز وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا څویم ځل دی، چې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع په کابل کې د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې د بازار موندنې په موخه نندارې ته وړاندې کېږي. نوموړي د کوچیانو ستونزو ته رسېدنه، د هغوی د حیواني محصولاتو ملاتړ او د ژوند د شرایطو ښه کول د اسلامي امارت د مسؤلینو دنده وبلله.
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع د بازارموندنې، خلکو ته د دوی د تولیداتو معرفي کولو او پراخه پېژندنې په موخه نندارې ته وړاندې شول
