بلخ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه
شنبه ۱۷ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوی سردار محمد محمدي په مشرۍ د دغه ولايت د مرکز اړوند اتمي ناحيې په مربوطاتو کې د دوو کورنيو ترمنخ د ځينو کورنيو جنجالونو له امله راپورته شوې شخړه په سوله او ورورولۍ بدله شوه.
د دغې شخړې د منځګړو مشرانو په توګه د سيمي ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو او متنفذينو د خپل دوامداره رول په ادا کولو سره ښکېل لوري د پخلاينې پراهميت وپوهول او دهغوی ترمنځ يې د يوې شرعي فيصلې په کولو سره روغه جوړه رامنځته کړه.
په پای کې د شخړې دواړو طرفونو يوبل ته تربښني کولو وروسته د خوښي غاړې ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې بيا ځل به ورته جنجالونو ته زړه ښه نه کوي.
