په ارزګان او کنړ کې جلاجلا شخړې حل شوې
چهار شنبه ۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ارزګان ولايت په چورې ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ ددې ولايت دسرحدونو،ق.ق چارو آمريت مسؤلينو،د ا.ا استازو او قومي مخورو هغه شخړه هواره کړه،چې له وجې يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې تر شا پرتې وې.په ورته مهال د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مشرانو د ياد ولايت په منوره ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ماشومانو پر سر رامنځته شوې شخړه داسې مهال هواره کړه، چې د دوواړو کورنيو استازو يو بل ته له بښني کولو ورسته د ورورولي غاړې سره ورکړې په ياده رامنځته شوې شخړه کې له يوه لوري يو ماشوم لومړی ټپي شوی و، چې ورسته يې د ژورو ټپونو له امله خپل ژوند بايللی و، مسؤلينو د دې پېښې قرباني شوې کورنې عفوې او بښنې ته راضي کړه او د يوې شرعي فيصلي په کولو سره يې د هغوی ترمنځ روغه وکړه.
