په ارزګان او کنړ کې جلاجلا شخړې حل شوې

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۱
په ارزګان او کنړ کې جلاجلا شخړې حل شوې

چهار شنبه ۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ارزګان ولايت په چورې ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ ددې ولايت دسرحدونو،ق.ق چارو آمريت مسؤلينو،د ا.ا استازو او قومي مخورو هغه شخړه هواره کړه،چې له وجې يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې تر شا پرتې وې.‏په ورته مهال د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مشرانو د ياد ولايت په منوره ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ماشومانو پر سر رامنځته شوې شخړه داسې مهال هواره کړه، چې د دوواړو کورنيو استازو يو بل ته له بښني کولو ورسته د ورورولي غاړې سره ورکړې په ياده رامنځته شوې شخړه کې له يوه لوري يو ماشوم لومړی ټپي شوی و، چې ورسته يې د ژورو ټپونو له امله خپل ژوند بايللی و، مسؤلينو د دې پېښې قرباني شوې کورنې عفوې او بښنې ته راضي کړه او د يوې شرعي فيصلي په کولو سره يې د هغوی ترمنځ روغه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په ارزګان او کنړ کې جلاجلا شخړې حل شوې

چهار شنبه ۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ارزګان ولايت په چورې ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ ددې ولايت دسرحدونو،ق.ق چارو آمريت مسؤلينو،د ا.ا استازو او قومي مخورو هغه شخړه هواره کړه،چې له وجې يې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

کندهار کې د ۳۷ کلنې خونړۍ شخړې پای

چهار شنبه ۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د کندهار ولايت په دامان ولسوالي کې د پوپلزي او اندړ قومونو ترمنځ هغه ۳۷ کلنه خونړۍ شخړه، چې له کبله يې څلور کسان وژل شوي وو او دواړو لوريو ته يې درانه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د پکتيا ولايت له قومي مشرانو سره ليدنه

سه شنبه ۲۹ شعبان المعظم ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن وروسته له غرمې په خپل کاري دفتر کې د پکتيا ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu