د پکتيا ولايت له قومي مشرانو سره ليدنه
سه شنبه ۲۹ شعبان المعظم ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن وروسته له غرمې په خپل کاري دفتر کې د پکتيا ولايت د يو شمېر قومي سپين ږيرو او ځوانانو سره د هغوی د سيمه ييزو ستونزو د اورېدو په پار وکتل. په دغه کتنه کې راغلو قومي مشرانو خپلې ځيني سيمه ييزې ستونزي او وړاندېزونه له ښاغلي احمد سره شريک کړل او د هغو د حل غوښتنه يې وکړه. راغلو قومي مشرانو د جرګو له معين څخه وغوښتل چې شريکې شوې ستونزې دې يې له اړوندو مسؤلينو سره شريکې کړي. د جرګو محترم معين ښاغلي احمد د يادو مشرانو او ځوانانو خبرې واورېدې، ستونزې يې مشخص کړې او د حل په موخه د ډاډ ترڅنګ يې په تېره شل کلنه مبارزه کې د پکتيا ولايت د خلکو او ولسونو غيرت، ميړانه او جهادي سرښندنې نه هېرېدونکي يادې کړې. نوموړي له يادو خلکو سره مرسته او همکاري خپله دنده وبلله او ژمنه يې وکړه، چې ستونزې به يې تر لوړ رتبه مشرانو ورسوي.
