مزارشریف کې د دوو جلا شوو کورنيو ترمنځ مسؤلينو روغه وکړه
شنبه ۱۰ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس مولوي سردار محمد محمدي په دوامدارو هلوځلو او همدارنګه د یو شمېر علماوو، مخورو سپين ږيرو په همکارۍ د هغو دوو کورنيو ترمنځ روغه جوړه رامنځته شوې، چې له تېر یوه کال را هېسي يې کورني جنجالونه لرل.
د یادې روغې جوړې د هواري په موخه د دې ریاست د غونډو په تالار کې غونډه ترتيب شوې وه، چې پکې ښاغلي محمدي او مصلحینو د اسلام له پلوه د سولې او دوستۍ په ارزښت خبرې وکړې او دواړه لوري یې خپلوۍ او ورورولۍ ته راوبللې.
په پای کې د ښکېلو کورنيو مشرانو تېرې ناخوالې يو بل ته وبښلې او د نوي ورورولي ژوند په پيلولو سره يې ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هېڅ ډول جنجالونه نه کوي.
