مزارشریف کې د دوو جلا شوو کورنيو ترمنځ مسؤلينو روغه وکړه

haqani_admin
Sun, Nov 22 2026 10:09 AM
مزارشریف کې د دوو جلا شوو کورنيو ترمنځ مسؤلينو روغه وکړه

شنبه ۱۰ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس مولوي سردار محمد محمدي  په دوامدارو هلوځلو او  همدارنګه د یو شمېر  علماوو،  مخورو سپين ږيرو په همکارۍ د هغو دوو کورنيو ترمنځ روغه جوړه رامنځته شوې، چې له تېر یوه کال را هېسي يې کورني جنجالونه لرل.
 
د یادې روغې جوړې د هواري په موخه د دې ریاست د غونډو په تالار کې غونډه ترتيب شوې وه، چې پکې ښاغلي محمدي او مصلحینو د اسلام له پلوه د سولې او دوستۍ په ارزښت خبرې وکړې او دواړه لوري یې خپلوۍ او ورورولۍ ته راوبللې.

په پای کې د ښکېلو کورنيو مشرانو تېرې ناخوالې يو بل ته وبښلې او د نوي ورورولي ژوند په پيلولو سره يې ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هېڅ ډول جنجالونه نه کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu