د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ نوی ټاکل شوی مرستیال د وزارت کاروکوونکو ته ور وپېژندل شو

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۳:۵۱
خبر

۲۴/۸/۱۴۴۵ هـ ق 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ نوی ټاکل شوی معین مولوي محمد علي جان احمد د وزارت په مقر کې د وزارت کارکوونکو ته د یوې غونډې پر مهال ور وپېژندل شو.

د دغې غونډې پر مهال د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري، د وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د وزارت ټولو مسؤلینو او کارکوونکو حضور درلود. 
په پیل کې د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي د ټاکل شوي مرستیال په اړه د امیر المؤمنین حفظه الله حکم ګډونوالو ته ور واوراوه، ورپسې سرپرست وزیر غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل: الله تعالیﷻ اُمت محمدي مکلف ګرځولی، چې امانت خپل اهل ته وسپاري او د باطن اصلاح وکړي. ښاغلي نوري د نوي معرفي شوي معین په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: چې نوموړي په تېر شل کلن انقلاب کې ډېرې قربانۍ ورکړې او د نظام خدمت یې کړی. 

وروسته نوي ټاکل شوي مرستیال محمد علي جان احمد غونډې ته خبرې وکړې زیاته یې کړه: چې د تېر شل کلن انقلاب څخه مو هدف یوازي د الله ﷻ د دین اقامه وه، چې الله تعالی ﷻ خپل هدف ته ورسولو، اوس يې حفاظت هماغسې فرض دی لکه څنګه چې جهاد را باندې فرض و. ښاغلي احمد وویل: د افتخار ځای دا دی چې الله تعالی ﷻ په دغه سپېڅلي صف کې داخل کړي یو. هغه خپلې ټاکنې ته په اشارې سره وویل: د مشرتابه په ټاکنو کې یو حکمت وي، که دوی مې هر ځای په دنده ګماري، تر عسکري پوري هر مسؤلیت ته په ورین تندي تیار یم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu