باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت استازو، دیني علماوو او قومي متنفذینو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.

 په دغه رامنځته شوې پېښه کې د قرباني شوي کس د کورنۍ لپاره د دعا ترڅنګ، دواړه لوري عفوې او بښنې ته وهڅول شوې. وروسته د دواړو لوريو څخه اختیار جرګې ته وسپارل شو تر څو قضیه د خبرو اترو له لارې حل شي.

د جرګې منځګړو او مصلحینو له هر اړخیزو خبرو او مشورو وروسته خپله پرېکړه دواړو لوريو ته واوروله، چې د دواړو خواوو له لوري ومنل شوه او په دې توګه، یاده شخړه په سوله ‌ییز ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu