باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه
چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د دغه رامنځته شوې شخړې د حل لپاره لومړی د قضیې له دواړو لورو سره ناستې وشوې او بيا له هغوی وغوښتل شول ترڅو د خبرو اترو له لارې روغې ته غاړه کېږدي، چې په همدې ترتيب دواړو خواوو دغه وړاندیز ومانه.
په پای کې مسؤلينو له پوره تحقيق او غور ورسته د شريعت په رڼا کې د يوې منصفانه پرېکړې په اساس حق حقدار ته وسپاره او يادو جنجالونو ته يې د پای ټکې کېښوده.
