کابل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
کابل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

 

دوشنبه ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په مشري د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې له سیمه‌ییزو استازو، دیني علماوو، قومي مخورو او عامو اوسېدونکو سره د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او د مسؤلینو او خلکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.

د غونډې په ترڅ کې دیني علماوو او قومي مشرانو د اسلامي نظام د حاکمیت له امله د الله تعالی شکر ادا کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د دې نظام د پیاوړتیا، ولسي یووالي او همغږۍ لپاره له مسؤلینو سره همکاري وکړي. ویناوالو زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د حريت او آزادۍ په خوند پوه شوي او د دې لوی نعمت مشکور دي. دوی همداراز په خپلو سیمو کې شته ستونزې او غوښتنې هم له ورغليو مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسي د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په خپلو خبرو کې اسلامي نظام د افغانستان د ټولو وګړو ګډ کور ياد کړ او دهغې ساتنه یې د ټولو شريک مسؤلیت وباله. ښاغلي رهبر زیاته کړه، چې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د ټولنې ټولو قشرونو قربانۍ ورکړې دي، چې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره يې ګډې همکارۍ او یووالي ته اړتیا ده. نوموړي د وزارت رول د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د همدې لارې له لوړ رتبه مشرانو او مسؤلینو سره شريکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۷
Background image

په زابل ولایت کې پېښه شوې دښمني پای ته ورسېده

سه ‌شنبه، ۸ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ په قتال کلا کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني او اختلاف چې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله یو کس خپل ژوند له لاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو په موخه د ولسي غونډو دوام

 

سه شنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د محلي ادارو د مسؤلینو لخوا د هېواد په مختلفو ولايتوو کې د ولسواليو په کچه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

 

دوشنبه ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په مشري د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې له سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS

User account menu