په زابل ولایت کې پېښه شوې دښمني پای ته ورسېده
سه شنبه، ۸ جمادیالاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ په قتال کلا کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني او اختلاف چې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، د سیمې د علماوو کرامو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب پای ته ورسېد .
د یادې ستونزې د حل او د دواړو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په موخه، مسؤلینو او سیمه ییزو قومي مخورو او سپين ږیرو د دواړو لوریو ترمنځ د روغې جوړې پرېکړه وکړه. هغوی په رضایت ومنله او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به له هر ډول دښمنۍ او اختلاف څخه ډډه کوي او د متقابل درناوي او ورورولۍ په فضا کې به خپل ژوند ته دوام ورکوي.
همداراز، په پای کې د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد وویل چې د دې ریاست دروازه د هر شخص پر مخ خلاصه ده. تاسو کولی شئ د شخړو او دښمنیو د حل سربېره، نورې ستونزې او غوښتنې هم له موږ سره شریکې کړئ، ترڅو موږ یې د حل په موخه اقدام وکړو.
