په زابل ولایت کې پېښه شوې دښمني پای ته ورسېده

haqani_admin
Tue, Oct 20 2026 2:27 PM
په زابل ولایت کې پېښه شوې دښمني پای ته ورسېده

سه ‌شنبه، ۸ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ په قتال کلا کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني او اختلاف چې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، د سیمې د علماوو کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ ږیرو په منځګړیتوب پای ته ورسېد .

د یادې ستونزې د حل او د دواړو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په موخه، مسؤلینو او سیمه‌ ییزو قومي مخورو او سپين ږیرو د دواړو لوریو ترمنځ د روغې جوړې پرېکړه وکړه. هغوی په رضایت ومنله او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به له هر ډول دښمنۍ او اختلاف څخه ډډه کوي او د متقابل درناوي او ورورولۍ په فضا کې به خپل ژوند ته دوام ورکوي.

همداراز، په پای کې د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد وویل چې د دې ریاست دروازه د هر شخص پر مخ خلاصه ده. تاسو کولی شئ د شخړو او دښمنیو د حل سربېره، نورې ستونزې او غوښتنې هم له موږ سره شریکې کړئ، ترڅو موږ یې د حل په موخه اقدام وکړو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu