کابل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

haqani_admin
Mon, Oct 19 2026 3:13 PM
کابل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

 

دوشنبه ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په مشري د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې له سیمه‌ییزو استازو، دیني علماوو، قومي مخورو او عامو اوسېدونکو سره د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او د مسؤلینو او خلکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.

د غونډې په ترڅ کې دیني علماوو او قومي مشرانو د اسلامي نظام د حاکمیت له امله د الله تعالی شکر ادا کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د دې نظام د پیاوړتیا، ولسي یووالي او همغږۍ لپاره له مسؤلینو سره همکاري وکړي. ویناوالو زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د حريت او آزادۍ په خوند پوه شوي او د دې لوی نعمت مشکور دي. دوی همداراز په خپلو سیمو کې شته ستونزې او غوښتنې هم له ورغليو مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسي د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په خپلو خبرو کې اسلامي نظام د افغانستان د ټولو وګړو ګډ کور ياد کړ او دهغې ساتنه یې د ټولو شريک مسؤلیت وباله. ښاغلي رهبر زیاته کړه، چې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د ټولنې ټولو قشرونو قربانۍ ورکړې دي، چې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره يې ګډې همکارۍ او یووالي ته اړتیا ده. نوموړي د وزارت رول د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د همدې لارې له لوړ رتبه مشرانو او مسؤلینو سره شريکوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu