فارياب کې د دوه جلاجلا شخړو حل

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۵
فارياب کې د دوه جلاجلا شخړو حل

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوي نيک محمد حنفي په هلوځلو د ديني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذينو په دوامداره ملتيا د ياد ولايت په خواجه سبز پوش او بل چراغ ولسواليو کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې.

لومړنۍ شخړه، چې اووه کاله وړاندې د خواجه سبزپوش ولسوالي په مربوطاتو کې د دوو قومونو ترمنځ راپورته شوې وه او يو کس پکې په قتل رسېدلی و د مصلحينو د منځګړيتوب په پايله کې د څو جلسو په ترسره کولو سره لومړی سولې ته آماده او بيا يې ترمنځ روغه جوړه وشوه.

همداراز د ياد ولايت په بل چراغ ولسوالي کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ خپلمنځي ستونزو له امله راپورته شوې شخړه، چې دواړه اړخونه يې نا آرامه کړي وو او وخت ناوخت به يې ترمنځ اخ ډب رامنځته کېده د مسؤلينو له لوري په سوله او ورورولي بدله شوه.

 د يادو شخړو د هواري پرمهال مسؤلينو خلک يووالي او اتحاد ته وهڅول او له هغوی يې غوښتنه وکړه، چې د شخړو، ستونزو او جنجالونو پرمهال له صبر او زغم څخه کار واخلي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۴۸ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د دغه ولايت په نازيان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۸ کلونو په دوام رامنځته شوې دښمني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۵
Background image

فارياب کې د دوه جلاجلا شخړو حل

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوي نيک محمد حنفي په هلوځلو د ديني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذينو په دوامداره ملتيا د ياد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۰
Background image

زابل کې د دوو کورنيو ترمنځ اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي رحمت الله جواد په مشرۍ د قومي مشرانو او مصلحينو د پرله ‌پسې هلوځلو، منځګړیتوب او همکارۍ په. . .

BACK TO NEWS

User account menu