زابل کې د دوو کورنيو ترمنځ اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله شوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۰
زابل کې د دوو کورنيو ترمنځ اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي رحمت الله جواد په مشرۍ د قومي مشرانو او مصلحينو د پرله ‌پسې هلوځلو، منځګړیتوب او همکارۍ په پايله کې د دغه ولايت په مرکز قلات کې د دوو کورنيو تر منځ اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله شوه.

دغه دښمني، چې د پيسو پرسر راپورته شوې وه او له امله يې له دواړو لوريو څخه څو تنه ټپيان شوي وو، ترمنځ يې لوی اختلافات او جنجالونه هم رامنځته کړي وو، چې مسؤلينو د ځايي مخورو په ملتيا د خپلو نيکو مشورو په پايله کې د خبرو له لارې سولې ته راضي کړل او ترمنځ يې د خير په فيصلې سره يو بل ته ورغاړې وېستل.

په پای کې د دښمني دواړو اړخونو د مصلحينو د ترسره شوې پرېکړې په وړاندې خپل بشپړ رضایت څرګند کړ، د یو بل غوښتنې یې ومنلې او په خوښۍ سره یې د دوستۍ او ورورولۍ لاسونه سره ورکړل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۴۸ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د دغه ولايت په نازيان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۸ کلونو په دوام رامنځته شوې دښمني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۵
Background image

فارياب کې د دوه جلاجلا شخړو حل

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوي نيک محمد حنفي په هلوځلو د ديني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذينو په دوامداره ملتيا د ياد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۰
Background image

زابل کې د دوو کورنيو ترمنځ اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۱۸ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي رحمت الله جواد په مشرۍ د قومي مشرانو او مصلحينو د پرله ‌پسې هلوځلو، منځګړیتوب او همکارۍ په. . .

BACK TO NEWS

User account menu