فاریاب کې د ۲۰ کلنې بدي حل

haqani_admin
Sun, Nov 08 2026 9:06 AM
فاریاب کې د ۲۰ کلنې بدي حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي نیک‌محمد حنفي په مشرۍ د ديني عالمانو او قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د ياد ولايت د پښتون‌کوټ او المار ولسوالیو اوسېدونکو څو کورنيو ترمنځ د څړځایونو پر سر رامنځته شوې شل کلنه بدي حل او فصل شوه.

یاده شخړه، چې نږدې دوه لسیزې یې دوام درلود او په ترڅ کې یې د دواړو لوريو څخه څو تنه وژل شوي وو او سخت مالي زيانونه ورته رسېدلي وو د منځګړو مشرانو له لوري د څو ناستو وروسته په سوله او ورور ولي بدله شوه.

د دغې اوږدمهاله بدي ښکېلو خواوو د ا.ا د مسؤلينو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو هڅې وستايلې او د مننې ترڅنګ يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به ورته بديو او تربګنيو ته زړه ښه نه کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu