د ۱۳ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د پکتیا په لجي منګل ولسوالۍ کې د درېیو اوږدمهالو دښمنیو هواري

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
د  ۱۳ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د پکتیا په لجي منګل ولسوالۍ کې د درېیو اوږدمهالو دښمنیو هواري
پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشري د ولايتي ادارې په همغږۍ او د سیمه ييزو ديني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو دياد ولايت د لجي منګل ولسوالۍ اړوند دوه کورنيو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني په سوله ‌ییز ډول پای ته ورسېده. په یاده دښمنۍ کې د تېرو کلونو پر مهال ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو، چې سخت خپلمنځي اختلافات يې لرل. همدارنګه د ذکر شوې ولسوالۍ د برې خولې کلي اوسېدونکو ترمنځ د غره د ځنګل پر سر رامنځته شوې ۴۰ کلنه دښمني هم د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او اړوندو مسؤلینو په هلو ځلو هواره شوه. په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل زیانمن شوی و. دغه راز د لجي منګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څلورو کورنيو د غړو ترمنځ د يوې مېرمنې د وهلو ټکولو له امله رامنځته شوې ۳۰ کلنه دښمني د سولې او خبرو له لارې حل شوه. په دې دښمني کې یو تن وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي وو، چې د سختو خپلمنځي اختلافاتو سره لاس او ګريوان وو. د دغو دښمنيو د حل مراسم د لجي منګل ولسوالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مسؤلينو په مشري، د ولایتي ادارې استازو، د بېلابېلو ولسوالیو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی وو. مسؤلينو په خپلو خبرو کې د سولې، بښنې او ورورولي پر ارزښت خبرې وکړې او ټول لوري يې سره غاړه غړۍ کړل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

ننګرهار کې د قتل او کنړ کې د ځمکې د ملکيت پر سر بدۍ حل شوې

پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو د دغه ولايت په سرخرود ولسوالي کې د يو تن د قتل له امله راپورته شوې پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

زابل کې ۲۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۳ کلنه دښمني د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد په مشري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

د ۱۳ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د پکتیا په لجي منګل ولسوالۍ کې د درېیو اوږدمهالو دښمنیو هواري

پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشري د ولايتي ادارې په همغږۍ او د سیمه ييزو ديني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو دياد ولايت د لجي. . .

BACK TO NEWS

User account menu