ننګرهار کې د قتل او کنړ کې د ځمکې د ملکيت پر سر بدۍ حل شوې

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۴۹
ننګرهار کې د قتل او کنړ کې د ځمکې د ملکيت پر سر بدۍ حل شوې
پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو د دغه ولايت په سرخرود ولسوالي کې د يو تن د قتل له امله راپورته شوې پنځه کلنه بدي د خبرو اترو له لارې حل او مقابل لوري ته په بښنې کولو سره دواړو خواوو د ورورولي غيږې ورکړې. د دغه رامنځته شوې بدي له کبله ښکېلو طرفونو د مالي تاوانونو ترڅنګ د ګڼو ستونزو په درلودلو سره په ويره او ډار سره ژوند کاوه، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د خوښي ژوند ته راوګرځول. دغه راز د کنړ ولايت د سرکاڼو ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې د شاوخوا پنځو کلونو اوږد مهاله دښمني د يوې رابلل شوې جرګې له لارې هواره شوه. د دغه دښمني د پای ته رسولو لپاره د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميدالله غازي يوه قومي جرګه راوبلله، چې پکې سيمه ييزو ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو حضور درلود. يادې جرګې موضوع وسنجوله، له ښکېلو خواوو يې اختيار خطونه واخېستل او د يوې شرعي فيصلې په کولو سره يې حق حقدار ته وسپاره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۲
Background image

زابل کې له ولسونو سره لویه ولسي غونډه تر سره شوه

پنجشنبه ٢٤ جمادی الأولی ١٤٤٨

دا غونډه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په ګډون د زابل ولایت والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

BACK TO NEWS

User account menu