ننګرهار کې د قتل او کنړ کې د ځمکې د ملکيت پر سر بدۍ حل شوې

taqi_admin
Thu, Aug 06 2026 11:49 AM
ننګرهار کې د قتل او کنړ کې د ځمکې د ملکيت پر سر بدۍ حل شوې
پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو د دغه ولايت په سرخرود ولسوالي کې د يو تن د قتل له امله راپورته شوې پنځه کلنه بدي د خبرو اترو له لارې حل او مقابل لوري ته په بښنې کولو سره دواړو خواوو د ورورولي غيږې ورکړې. د دغه رامنځته شوې بدي له کبله ښکېلو طرفونو د مالي تاوانونو ترڅنګ د ګڼو ستونزو په درلودلو سره په ويره او ډار سره ژوند کاوه، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د خوښي ژوند ته راوګرځول. دغه راز د کنړ ولايت د سرکاڼو ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې د شاوخوا پنځو کلونو اوږد مهاله دښمني د يوې رابلل شوې جرګې له لارې هواره شوه. د دغه دښمني د پای ته رسولو لپاره د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميدالله غازي يوه قومي جرګه راوبلله، چې پکې سيمه ييزو ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو حضور درلود. يادې جرګې موضوع وسنجوله، له ښکېلو خواوو يې اختيار خطونه واخېستل او د يوې شرعي فيصلې په کولو سره يې حق حقدار ته وسپاره

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu