د ۱۳ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د پکتیا په لجي منګل ولسوالۍ کې د درېیو اوږدمهالو دښمنیو هواري

taqi_admin
Thu, Aug 06 2026 11:06 AM
د  ۱۳ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د پکتیا په لجي منګل ولسوالۍ کې د درېیو اوږدمهالو دښمنیو هواري
پنجشنبه ۲۲ صفر المظفر ۱۴۴۸ د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشري د ولايتي ادارې په همغږۍ او د سیمه ييزو ديني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو دياد ولايت د لجي منګل ولسوالۍ اړوند دوه کورنيو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني په سوله ‌ییز ډول پای ته ورسېده. په یاده دښمنۍ کې د تېرو کلونو پر مهال ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو، چې سخت خپلمنځي اختلافات يې لرل. همدارنګه د ذکر شوې ولسوالۍ د برې خولې کلي اوسېدونکو ترمنځ د غره د ځنګل پر سر رامنځته شوې ۴۰ کلنه دښمني هم د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او اړوندو مسؤلینو په هلو ځلو هواره شوه. په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل زیانمن شوی و. دغه راز د لجي منګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څلورو کورنيو د غړو ترمنځ د يوې مېرمنې د وهلو ټکولو له امله رامنځته شوې ۳۰ کلنه دښمني د سولې او خبرو له لارې حل شوه. په دې دښمني کې یو تن وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي وو، چې د سختو خپلمنځي اختلافاتو سره لاس او ګريوان وو. د دغو دښمنيو د حل مراسم د لجي منګل ولسوالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مسؤلينو په مشري، د ولایتي ادارې استازو، د بېلابېلو ولسوالیو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی وو. مسؤلينو په خپلو خبرو کې د سولې، بښنې او ورورولي پر ارزښت خبرې وکړې او ټول لوري يې سره غاړه غړۍ کړل

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu