جوزجان کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۶
جوزجان کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

شنبه ۱۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنايت الله شجاع په مشري داسې مهال يوه لويه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د ولايتي ادارې استازو، ديني عالمانو، قومي مخورو او د پوهنتون استادانو حضور درلود.

د سرحدي پلټنو مرستیال ښاغلي شجاع ګډونوالو ته وویل: د ولس یووالي او ګډو مبارزو د ناټو د پوځي حضور پای ته رسېدو کې مهم رول درلود. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره هم یووالي او ورورولي ته اړتیا ده ټول افغانان باید په ګډه د خپل وطن د جوړولو لپاره کار وکړي. هغه له هغو افغانانو، چې له هېواده بهر او ناراضه دي، غوښتنه وکړه، چې د تماس کمېسیون له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؛ ځکه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د هر افغان ونډه ارزښت لري.

ورپسې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر ولسونه د نظام ملاتړ او ګډې همکارۍ ته راوبلل. ويې ويل: د روس او امریکا پر وړاندې د افغانانو قربانۍ د څوکیو او شخصي ګټو لپاره نه وې، بلکې موخه یې د اسلامي نظام قیام او د شرعي ارزښتونو پلي کول وو. دوی زیاته کړه، هغه وطن چې د پنځه څلوېښتو کلونو جګړو له امله زیانمن شوی وي، په څو ورځو کې نه ابادېږي، بلکې وخت، صبر او ګډو هڅو ته اړتیا لري؛ نو راځئ چې د نیوکو ترڅنګ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هم خپل مسؤلیت ادا کړو.

غونډې ته د جوزجان ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي امارت پر ملاتړ او د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د هېواد ټول قومونه پښتانه، تاجک، هزاره‌، پشه‌ يي، ترکمن او نور د یوه ملت غړي دي هېڅوک یې د بېلتون هڅې نه شي کولای. دوی همداراز د دغه ولایت د لېرو پرتو سیمو ستونزې یادې کړې او د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو نشتوالی او د خامه سړکونو مشکلات یې مهم وبلل په ځانګړي ډول یې د زرګونو هکټاره للمي ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

جوزجان کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

شنبه ۱۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنايت الله شجاع په مشري داسې مهال يوه لويه ولسي غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو، په دوستۍ بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۰ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ د شیرآباد او نیختي کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې له دواړو لورو ۱۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲
Background image

په بلخ کې د دوو کورنیو شپږ کلنه شخړه د جرګې له لارې پای ته ورسېده

 

چهارشنبه، ۹ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په ترکي امام صاحب کلي کې د قومي مشرانو، علماوو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په ګډو هڅو د دوو. . .

BACK TO NEWS

User account menu