په بلخ کې د دوو کورنیو شپږ کلنه شخړه د جرګې له لارې پای ته ورسېده

haqani_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲
په بلخ کې د دوو کورنیو شپږ کلنه شخړه د جرګې له لارې پای ته ورسېده

 

چهارشنبه، ۹ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په ترکي امام صاحب کلي کې د قومي مشرانو، علماوو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په ګډو هڅو د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه شخړه، چې له امله یې دواړو لورو ته درانه مالي زیانونه اوښتي وو د شرعي پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.

جرګه‌ کوونکو د موضوع له بشپړې څېړنې او د دواړو لورو له څرګندونو وروسته، د شرعي اصولو پر بنسټ پرېکړه وکړه، چې په پایله کې دواړه کورنۍ سره پخلا شوې.

په پای کې د یادو مرورو کورنیو غړو د ولسي شخړو د حل او د خلکو ترمنځ د سولې او یووالي د ټینګښت په برخه کې د مسؤلینو او ځایي جرګه‌ کوونکو د هڅو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د یو بل حقوق رعایتوي او د وروڼو په څېر به ګډ ژوند کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو، په دوستۍ بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۰ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ د شیرآباد او نیختي کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې له دواړو لورو ۱۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲
Background image

په بلخ کې د دوو کورنیو شپږ کلنه شخړه د جرګې له لارې پای ته ورسېده

 

چهارشنبه، ۹ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په ترکي امام صاحب کلي کې د قومي مشرانو، علماوو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په ګډو هڅو د دوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱۰
Background image

بغلان کې له ولسي خلکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهارشنبه ۹ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو د لړۍ په پيل کې نن له غرمې وړاندې بغلان ولايت کې د ياد وزارت د سرحدي پلټنو معين الحاج. . .

BACK TO NEWS

User account menu