په بلخ کې د دوو کورنیو شپږ کلنه شخړه د جرګې له لارې پای ته ورسېده
چهارشنبه، ۹ جمادیالاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په ترکي امام صاحب کلي کې د قومي مشرانو، علماوو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په ګډو هڅو د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه شخړه، چې له امله یې دواړو لورو ته درانه مالي زیانونه اوښتي وو د شرعي پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.
جرګه کوونکو د موضوع له بشپړې څېړنې او د دواړو لورو له څرګندونو وروسته، د شرعي اصولو پر بنسټ پرېکړه وکړه، چې په پایله کې دواړه کورنۍ سره پخلا شوې.
په پای کې د یادو مرورو کورنیو غړو د ولسي شخړو د حل او د خلکو ترمنځ د سولې او یووالي د ټینګښت په برخه کې د مسؤلینو او ځایي جرګه کوونکو د هڅو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د یو بل حقوق رعایتوي او د وروڼو په څېر به ګډ ژوند کوي.
