په غزني ولایت کې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو، په دوستۍ بدله شوه
پنجشنبه ۱۰ جمادی الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د شیرآباد او نیختي کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې له دواړو لورو ۱۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ولایتي مسؤلینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جرګې له لارې حل او د دواړو لورو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
د همدې جوړجاړي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس او نورو مسؤلینو لومړی له طرفینو سره وکتل او وروسته یې پرېکړه دواړو لورو ته واوروله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دې وروسته د یووالي او ورورولۍ په فضاء کې ژوند وکړي او تېر اختلافات هېر کړي.
په پای کې دواړو لورو د یو بل تېروتنې وبښلې او د سولې او ورورولۍ په نیت یې یو بل ته غاړه ورکړه. هغوی همداراز د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د خپلو هڅو له لارې یې دوی سره کېنول او ترمنځ یې رامنځته شوې خونړۍ دښمني د تل لپاره په دوستۍ بدله کړه
