په غزني ولایت کې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو، په دوستۍ بدله شوه

haqani_admin
Thu, Oct 22 2026 10:42 AM
په غزني ولایت کې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو، په دوستۍ بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۰ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ د شیرآباد او نیختي کلیو د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه چې له امله یې له دواړو لورو ۱۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ولایتي مسؤلینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جرګې له لارې حل او د دواړو لورو ترمنځ روغه جوړه وشوه.

د همدې جوړجاړي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس او نورو مسؤلینو لومړی له طرفینو سره وکتل او وروسته یې پرېکړه دواړو لورو ته واوروله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دې وروسته د یووالي او ورورولۍ په فضاء کې ژوند وکړي او تېر اختلافات هېر کړي.

په پای کې دواړو لورو د یو بل تېروتنې وبښلې او د سولې او ورورولۍ په نیت یې یو بل ته غاړه ورکړه. هغوی همداراز د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د خپلو هڅو له لارې یې دوی سره کېنول او ترمنځ یې رامنځته شوې خونړۍ دښمني د تل لپاره په دوستۍ بدله کړه

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu