جوزجان کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۶
جوزجان کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

شنبه ۱۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنايت الله شجاع په مشري داسې مهال يوه لويه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د ولايتي ادارې استازو، ديني عالمانو، قومي مخورو او د پوهنتون استادانو حضور درلود.

د سرحدي پلټنو مرستیال ښاغلي شجاع ګډونوالو ته وویل: د ولس یووالي او ګډو مبارزو د ناټو د پوځي حضور پای ته رسېدو کې مهم رول درلود. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره هم یووالي او ورورولي ته اړتیا ده ټول افغانان باید په ګډه د خپل وطن د جوړولو لپاره کار وکړي. هغه له هغو افغانانو، چې له هېواده بهر او ناراضه دي، غوښتنه وکړه، چې د تماس کمېسیون له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؛ ځکه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د هر افغان ونډه ارزښت لري.

ورپسې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر ولسونه د نظام ملاتړ او ګډې همکارۍ ته راوبلل. ويې ويل: د روس او امریکا پر وړاندې د افغانانو قربانۍ د څوکیو او شخصي ګټو لپاره نه وې، بلکې موخه یې د اسلامي نظام قیام او د شرعي ارزښتونو پلي کول وو. دوی زیاته کړه، هغه وطن چې د پنځه څلوېښتو کلونو جګړو له امله زیانمن شوی وي، په څو ورځو کې نه ابادېږي، بلکې وخت، صبر او ګډو هڅو ته اړتیا لري؛ نو راځئ چې د نیوکو ترڅنګ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هم خپل مسؤلیت ادا کړو.

غونډې ته د جوزجان ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي امارت پر ملاتړ او د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د هېواد ټول قومونه پښتانه، تاجک، هزاره‌، پشه‌ يي، ترکمن او نور د یوه ملت غړي دي هېڅوک یې د بېلتون هڅې نه شي کولای. دوی همداراز د دغه ولایت د لېرو پرتو سیمو ستونزې یادې کړې او د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو نشتوالی او د خامه سړکونو مشکلات یې مهم وبلل په ځانګړي ډول یې د زرګونو هکټاره للمي ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

تدویر نشست نفاذ شریعت اسلامی و هماهنگی میان مردم در ولسوالی استالف کابل

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

وزارت امور سرحدات، اقوام وقبایل به  رهبری مولوی محمد آجان رهبر رئیس جرگه ها و هماهنگی  امور قبایل این وزارت، نشست بزرگ مردمی  را تحت عنوان تنفیذ شریعت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۳۶
Background image

پایان دشمنی ۴۰ ساله میان دو خانواده در لوگر از طریق مصالحه


شنبه، ۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸
دشمنی دیرینه میان دو خانواده از منطقه گمران ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر که حدود ۴۰ سال پیش، هنگام مهاجرت در کوزه پښتونخوا آغاز شده بود و در جریان آن دو تن از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

«آنان که به نام تأمین حقوق بشر به افغانستان آمده بودند، در اینجا نسل‌کشی افغان‌ها را انجام دادند»

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

وزیر سرحدات، اقوام و قبایل، ملا نورالله نوری، در جریان یک نشست بزرگ با مردم عام، علمای دین و بزرگان محلی در ولسوالی جاغوری ولایت غزنی گفت: آنان که به نام. . .

BACK TO NEWS

User account menu