د پیرمحمد کاکړ عالي لېسې لنډه تاریخچه

mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چې د قومونو او قبایلو ګډ کور بلل کېږي او د قومونو او قبایلو له ستونزو څخه د نورو په پرتله ډېر ژر او په ښه صورت خبرېږي، نو د دې لپاره چې د سرحدي لریو پرتو سیمو زده کوونکي د زده کړو له نعمت څخه بی برخې پاتې نه شي، د خوشحال خان لیسې الحاقیه ښوونخي په نوم یې د کابل د اومې حوزې اړونده د چهلستون سيمې د غره په لمنه، د پډولې په دښته کې شاوخوا په (۹۵) جریبه مساحت ځمکه په ۱۳۸۲هـ ل کال کې د یو نوي ښوونځي لپاره سکیج او قلعه بنده شوه.

د دې ښوونځي اصلي ځمکه حبیبې لېسې ته مخامخ د دارالامان سړک ښي لاس او د پل سرخ سړک چپ اړخ ته موقعیت درلود، دا چې دا ځمکه ښار ته نږدې د امنیت، موقعیت او قیمت له امله هم لوړه ارزښت لرونکې وه، نو د حرکت اسلامي حزب مشر شیخ محمد آصف محسني د وړاندیز او د جمهور ریس حامد کرزي د حکم پر بنسټ محسني ته ورکړشوه، چې وروسته بیا پکې د ایران هېواد په مالي ملاتړ د شیخ محمد آصف محسنی په ګټه د دانشگاه خاتم النبیین په نامه یو خصوصي پوهنتون ودان شو، او د دې ځمکې په بدل کې یې د چهلستون د غره په لمنه کې یاده ځمکه د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په واک کې ورکړ شوه.

د خوشحال خان الحاقیه ښوونځي ته په اصلي پلان او کمپلکس کې ۱۸ بلاکونه په پام کې نیول شوي وه چې له دې ډلې یو بلاک یې د ښوونځي استادانو او کارکوونکو ته ځانګړی شوی وو چې په ۱۳۸۴هـ ل کال کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د درې بلاکونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په ۱۳۸۶هـ ل کال کې د دې ښوونځي د درې بلاکونو چارې پای ته ورسیدې او په (۱۳۸۷) هـ ل کال کې په فعالیت پیل او د دویم نمبر خوشحالخان  په نوم یاده شوه چې لومړی آمر یې کلیم الله ( حسیني ) و.

دویم نمبر خوشحال خان لېسه په ۱۳۹۲هـ ل کال هغه مهال چې محمد اکرم خپلواک د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر و د پیرمحمد کاکړعالي لېسې په نوم ونومول شوه.

اوس مهال د پیر محمد کاکړ عالي لېسه د نهه بلاکونو لرونکې ده چې له دې ډلې یې څلور تدریسي بلاکونه، ۱۰۰ درسي خونې لري، درې لیلیه بلاکونه چې  د زده کوونکو د اوسیدو لپاره ۱۷۷خونې او یو اداري بلاک دی چې ۵۱ خونې لري دغه راز یو دوه پوړیز بلاک د زده کوونکو ډوډۍ خوړلو او پخلنځي لپاره جوړ شوی دی چې په یو وخت کې د ۳۰۰۰ کسانو لپاره د ډوډۍ خوړلو ظرفیت لري.

د یادولو ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له بودجې نه د دې لېسې زده کوونکو ته د تشنابونو، حمامونو او په نويو ماشین آلاتو سمبال د جامو مینځلو خونې تر څنګ یو باب جامع جومات هم چې  درې زره (۳۰۰۰) لمونځ کوونکي پکې ځائیږي جوړ شوی دی.

د پیرمحمد کاکړ عالي لېسې اداري تشکیل:

تشکیل یې له ۱۳۸۷ هـ ل کال څخه تر ۱۴۰۰ هـ ل کال پورې (۹۳) تنو کارکوونکو ته رسیده چې له ډلې یې ۱۶ تنه اداري کارکوونکي ( ۴۳ ) تنه ښوونکي او(۳۴) تنه خدماتي پرسونل و. او اوس مهال د دې لېسې تشکیل(۸۴) کسانو ته رسیږي چې (۱۵) تنه اداري کارکوونکي (۴۴) تنه تدریسي او(۲۵ ) تنه یې خدماتي کارکوونکي دي.

پیر محمد کاکړ عالي لېسه د موجوده تشکیل په بنسټ شاوخوا د (۱۰۰۰) زر تنو زده کوونکو د روزنې توان لري.

تدریسي برخه:

د پیر محمد کاکړ عالي لیسې درسي نصاب او درسي میتود د پوهنې وزارت د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد د پوهنې وزارت لخوا ورکول کيږي او د زده کوونکو نتایج او شهادت نامې هم د پوهنې چارو وزارت پورې تړاو لري.

د یادې لیسې ښوونکي د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه د پوهنې چارو وزارت لخوا استخدامیږي.

پیر محمد کاکړ عالي لیسه د مجهز کمپیوټر لیب په لرلو سره د هېواد بچیانو ته په عملي ډول روزنه ورکوي همدارنګه پر وخت زده کوونکو ته د انګلیسي، ریاضی او کمپیوټر تر څنګ د کانکورچمتوالي کورسونه جوړېږي.

روغتیایي برخه:

د پیر محمد کاکړ په عالي لېسه کې یو روغتیایي کلنیک موجود دی چې په تشکیل کې څلور تنه روغتیایي کارکوونکي، یو متخصص ډاکټر، یو د ډاکټر مرستیال، یو نرس او یو فارمسست لري چې ۲۴ساعته د زده کوونکو په خدمت کې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هاند او هڅو یوه عراده امبولانس د روغتیا وزرات لخوا د لېسو له روغتیایي کلنیکونو سره مرسته شوې ده.

د یادې لېسې روغتیایي کلنیک ته طبي سامان آلات او درمل  د اړتیا پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په واک کې ورکول کیږي.

لیلیه برخه:

د پیرمحمد کاکړ عالي لیسې زده کوونکو ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا لوژیستیکي او خوراکي مواد پر وخت اکمالیږي او د (۹) تنو مجربو استادانو لخوا د دې لیسې لیلیه برخه اداره کیږي.

ورزشي برخه:

پیر محمد کاکړ عالي لېسه کې زده کوونکوته د هغوی د فزیکي وړتیا د لوړوالي او سالم رقابت په موخه د ورزش آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د دې لیسې زده کوونکو ته د فوټبال، فوټسال او باسکیټبال لوبو میدانونه له نړیوالو ورزشي معیارونو سره سم جوړ شوي دي.

د لیسې د ورزش استاد په هڅو زده کوونکو ته د فوټبال،فوټسال، باسکیټبال، ټیکوانډو او کرکټ ټیمونه جوړ شوي دي.