جوزجان کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه
شنبه ۱۲ جمادیالاول ۱۴۴۸
د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنايت الله شجاع په مشري داسې مهال يوه لويه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د ولايتي ادارې استازو، ديني عالمانو، قومي مخورو او د پوهنتون استادانو حضور درلود.
د سرحدي پلټنو مرستیال ښاغلي شجاع ګډونوالو ته وویل: د ولس یووالي او ګډو مبارزو د ناټو د پوځي حضور پای ته رسېدو کې مهم رول درلود. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره هم یووالي او ورورولي ته اړتیا ده ټول افغانان باید په ګډه د خپل وطن د جوړولو لپاره کار وکړي. هغه له هغو افغانانو، چې له هېواده بهر او ناراضه دي، غوښتنه وکړه، چې د تماس کمېسیون له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؛ ځکه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د هر افغان ونډه ارزښت لري.
ورپسې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي شرفالدین مسلم او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر ولسونه د نظام ملاتړ او ګډې همکارۍ ته راوبلل. ويې ويل: د روس او امریکا پر وړاندې د افغانانو قربانۍ د څوکیو او شخصي ګټو لپاره نه وې، بلکې موخه یې د اسلامي نظام قیام او د شرعي ارزښتونو پلي کول وو. دوی زیاته کړه، هغه وطن چې د پنځه څلوېښتو کلونو جګړو له امله زیانمن شوی وي، په څو ورځو کې نه ابادېږي، بلکې وخت، صبر او ګډو هڅو ته اړتیا لري؛ نو راځئ چې د نیوکو ترڅنګ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هم خپل مسؤلیت ادا کړو.
غونډې ته د جوزجان ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي امارت پر ملاتړ او د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د هېواد ټول قومونه پښتانه، تاجک، هزاره، پشه يي، ترکمن او نور د یوه ملت غړي دي هېڅوک یې د بېلتون هڅې نه شي کولای. دوی همداراز د دغه ولایت د لېرو پرتو سیمو ستونزې یادې کړې او د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو نشتوالی او د خامه سړکونو مشکلات یې مهم وبلل په ځانګړي ډول یې د زرګونو هکټاره للمي ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.
