له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانانو د ازادۍ په مناسبت د مبارکۍ پیغام!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۶:۲۸
mobta

بسم الله الرحمن الرحيم

د زیات ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې د روان ۱۴۴۳هجري قمري کال د محرم الحرام په ۲۲مه نېټه، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي له ۹مې نېټې سره سمون خوري، له ګران هېواد افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وروستۍ عسکر ووت، چې په دې سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شل کلن پوځي اشغال پای ته ورسېد او دغه ورځ د هېواد په ویاړلي تاریخ کې د افغانستان د ازادۍ د ورځې په توګه ثبت شوه.

پوره شل کاله وړاندې د امریکا او ناتو ځواکونو د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف زموږ په ګران هېواد باندې وسله وال وحشیانه تېری وکړ، چې له امله یې په هېواد کې زموږ اسلامي نظام له منځه لاړ، او زموږ زرګونه تنه بې ګناه او معصوم هېوادوال یې شهیدان، ټپیان او مهاجر کړل، خو په پای کې د افغانستان مجاهد ملت په مېړانه د دوې په وړاندې مقدس جهاد پیل او له شلو کلونو وروسته یې دوې ته د لوی الله ج په نصرت او مرسته، شرموونکې ماتې ورکړه او دوې یې له هېواد څخه تېښتې ته اړ کړل.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت يو ځل بيا د دغې وياړلي ورځې په مناسبت خپلې ښې مبارکۍ او نیکې هېلې د افغانستان اسلامي امارت ټولو مجاهدینو او د هېواد سرلوړي ملت ته وړاندې کوي او په ټولو افغانانوغږ کوي، چې په نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره د دغه جګړه ځپلي هېواد په بیا آبادولو او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي، ځکه دا خاوره په مونږ حق لري او ساتل یې زموږ د ټول ګډ مسوولیت دی.

و من الله توفیق

الحاج معاون ملا عبدالجبار

د سرحدونو او قبایلو چارو د کمېسیون عمومي مسوول

د مطبوعاتو څانګه

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په سمنګان ولایت کې ۱۲ کلنه شخړه حل شوه

د سمنګان ولایت د مرکز اړوند په میدان بزکشي سیمه کې د دوو قومونو تر منځ ۱۲ کاله مخکې را منځته شوې بدي چې له کبله یې دوو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

د کابل ولایت د ځینو ناحیو له یو شمېر بې وزلو کورنیو سره مرسته

۲۱/۱۰/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ (له افغان ماشومانو سره د جرمني مرستو) مؤسسې په همکاري د مرکز کابل اړوند ناحیو په (۲۰۰ ) بې وزلو کورنیو (۶) قلمه خوراکي توکې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۴۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ را پېښه شوې شخړه په دوستي بدله شوه

۲۲/۱۰ ۱۴۴۵

 د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ترافیکي حادثې له کبله را منځته شوې شخړه چې پکې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو قومونو اوقبایلو. . .

BACK TO NEWS